جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمشرانو جرګه، طالبانو د دهراوود د وژل شوي امنیه قومندان سر پرې...

مشرانو جرګه، طالبانو د دهراوود د وژل شوي امنیه قومندان سر پرې کړی

تاند (یکشنبه د جدي ۷) د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، طالبانو د اروزګان دهراوود ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان جسد له قبره را ايستلى او سر يې ترې پرې کړى.

د اروزګان د دهراود ولسوالۍ د پخواني امنیه قومندان شاه محمد ورور، جان محمد کريمي ادعا کوي چې طالبانو يې د ورور جسد له خاورو را ايستلى او بيا يې سر ور څخه پرې کړی دی.

په مشرانو جرګې د اروزګان د خلکو استازي امان الله عظيمي هم د جرګې په نننۍ ناسته کې د جان محمد کریمي ادعا تایید کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو اړوند کسانو د دهراوود د پخواني وژل شوي امنيه قوماندان جسد له قبره را ايستلى او سر يې ترې پرې کړى دى.

نوموړي د طالبانو دغه کړنه د شریعیت خلاف بللې او زیاته کړې یې ده چې په هېڅ دین او قانون کې دغې ډول کړنې جواز نه لري. عظیمي ددې کار عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د مشرانو جرګې ځیني نورو غړیو هم د طالبانو دغه کړنه یو غیر اسلامي عمل بللی او ویلي یې دي چې یاده ډله په دې ډول کارونو سره خپل وحشت په ډاګه کوي.

د اروزګان د دهراود د ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان شاه محمد ورور جان محمد کريمي ادعا کوي چې دغه کار د طالبانو ځایي مسؤل مزمل او ملګرو یې کړی دی.

کریمي له افغان دولت او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې ددې موضوع په اړه دې د دوی غږ واوري.

طالبانو بیا دغه ادعا بې بنسټه بللې او ویلي یې دی چې دوی هېڅکله دغه ډول کړنې نه تر سره کوي.

قومندان شاه محمد چې په سترګو نابینا و، کلونه د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان پاتې شوی.

ویل کېږي پر شاه محمد له وژل کېدو وړاندې د ځانمرګو بریدونو په شمول ۳۵ لوی او واړه بریدونه شوي و.

نوموړی څو میاشتې وړاندې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د طالبانو په هدفي برید کې ووژل شو او طالبانو یې هم هغه وخت د وژل کېدو مسؤلیت منلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب