یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په هلمند کې د القاعده ډلې ۱۱ غړي وژل شوي

دفاع وزارت: په هلمند کې د القاعده ډلې ۱۱ غړي وژل شوي

تاند (یکشنبه د جدي ۷) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولايت کې د افغان ځواکونو په هوايي کې دالقاعدې ډلې ١١ غړي وژل شوي دي.

یاد وزارت نن یکشنبه په یوه بیان کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې ترسره کړي چې پر مهال یې د القاعدې ډلې د ۱۱ غړو په ګډون د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي وژل شوي او دوه نور يې ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې، د وسله والو طالبانو سرګروپ مسعود احمد مشهور په حقبين چې په هلمند کې د بهرنیو ترهګرو د ساتلو او د القاعده ډلې تسهيل کوونکی و، په دې برید کې وژل شوی دی.

دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په دغو هوايي بريدونو کې د القاعده ډلې ټول وژل شويو کسانو، ماين خښوونکي او د طالبانو لپاره د سنایپر او د شپې دوربين کارولو په برخه کې د ښوونې او روزنې مسووليت درلود.

د یادونې وړ ده چې پرون شنبه هم د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي و چې په هلنمد کې یې د القاعدې ډلې څلور نور غړي وژلي دي.

https://taand.net/%d9%87%d9%84%d9%85%d9%86%d8%af-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%84%d9%82%d8%a7%d8%b9%d8%af%d9%87-%d8%b4%d8%a8%da%a9%db%90-%da%85%d9%84%d9%88%d8%b1-%d8%ba%da%93%d9%8a-%d9%88%da%98%d9%84-%d8%b4%d9%88%d9%8a/

تر دې مخکې په غزني، فراه او نيمروز ولايتونو کې هم د القاعدې د مهمو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر غړي يې وژل شوي و.

بلخوا د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح هم ويلي چې القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره پراخې اړيکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب