یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهپښتین: په افغانستان کې هدفي وژنې د موجوده نظام په خلاف پلان...

پښتین: په افغانستان کې هدفي وژنې د موجوده نظام په خلاف پلان شوې دسیسه ده

تاند (یکشنبه د جدي ۷) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، هر هغه څوک چې د پښتنو پر وړاندې ظلم کوي، په خلاف به يې غږ پورته کړي او پر وړاندې به یې خپلو سوله ‌ييزو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

ښاغلي پښتین چې نن یکشنبه یې د خيبر باړه ضلعه کې لويې ولسي غونډې ته وينا کوله وويل، پښتانه د هر ډول زور زياتي قرباني شوي، خو په خبره یې تر دې وروسته به هېچاته ددې اجازه ورنکړي چې پښتون د خپلې ګټې لپاره وکاروي.

د نوموړي په خبره، پاکستاني پوځیان هره ورځ په تورخم کې عام خلک زوروي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ورته ظلمونو په مقابل کې کې راپورته شوی دی.

منظور پښتین د خبرو پر مهال وویل، که د پښتنو په حق کې هر څوک ظلم کوي، که هغه طالب دی که ای اېس ای دی او که بله کومه ډله، دوی یې خلاف دي او پښتانه به یې پر وړاندې درېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين زیاته کړه چې په لر او بر کې د پښتنو هدفي وژنې ورته د منلو وړ نه دي او د دې ټولو وژنو تر شاه د یوه دښمن لاس دی.

د یاد غورځنګ مشر دې غونډه کې د وژل شوې فعالې کریمې بلوڅ د وژل کېدو څېړنه وغوښته او ویې ویل چې دوی نور د پښتنو د وژل کېدو پر وړاندې چپ نه پاتې کیږي.

نوموړي د کریمه بلوڅ تر وژل کېدو وروسته پر خپل ټوېټر لیکلي و: «د هغې وژنه د هغو مظلومو ملتونو لپاره لوی تاوان دی چې د ژوند کولو د حق او حیثیت لپاره مبارزه کوي، پکار ده مجرمان ونیول شي او دا ډول ځپل ودرول شي، موږ بلوچ ملت ته تسلي وایو.»

کریمه بلوڅ څو ورځې وړاندې د کاناډا په ټورنټو ښار له یوې ورځ تري تم کېدو وروسته مړه پیدا شوه.

د مېرمن بلوڅ پلویان په دې باور دي چې هغه د پاکستاني استخباراتو له خوا وژل شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړي محسن داوړ د غورځنګ نننۍ غونډې ته وویل، په لر او بر افغان خاوره کې روانې هدفي وژنې، چې ژورنالستان، مدني فعالان، او سیاستوال پکې په نښه کیږي د ناامنیو د بلې څپې او دده په وینا د بلې جګړې پیلولو پلان دی.

د ښاغلي داوړ په وینا د هدفي وژنو دا لړۍ د افغانستان د موجوده نظام په خلاف يوه پلان شوې دسيسه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب