چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د مړو ملګرو له کورنیو سره څنګه مرسته وکړو

د مړو ملګرو له کورنیو سره څنګه مرسته وکړو

عتیق نااشنا

دا چې هره ورځ  زموږ او ستاو له نږدې دوستانو، خپلوانو او انډیوالانو څخه یو نه یو څوک وژل کیږي او په غیری طبعی مرګ مري او له ډیرو څخه یې کورنۍ او کوچني ماشومان په داسې حالت کې پاتې کیږي چې د ځان ساتنې لپاره ډیر څه نه لري، نو موږ او تاسې څه کولای شو چې د خپلو مړو دوستانو او نډیوالانو کورنیو ته لاس ورکړو چې د غم تر څنګ د غریبي سپیره څپیړه یې د کوچنیانو ژوند د عمر تر پایه برباد نه کړي.

په داسې یو هیواد کې چې ټولنیز خوندیتوب (social security) نشته، ټولنیزو ارزښتونو ستره ضربه لیدلي وي، د ټولنې اکثریت غریب وي، راتلونکی تیاره ښکاري او د ځان ځاني فضا خپره وي، د دوستانو له کورنیو سره مرسته لا ډیره اړینه ده. د دې ترڅنګ په ښاري ژوند کې په طبعی توګه د وخت په تیریدو د کورنۍ جوړښت کوچنی کیږي او تر اولادونو او مور او پلار پورې محدودیږي چې بیا هم تر ډیره ځای یو کس د کور، کالیو او ډوډۍ د برابرولو مسؤولیت پر غاړه لري.

کله چې د کور دغه ستنه (ګټیالی) ونړيږي او څوک یې مرستې ته پر وخت راونه رسیږي تر چت لاندې ټول کوچني او لویان د مادام العمر تیارو له ګواښ سره مخ کیږي.

په پښتو کې بخوا هم متل وو چې پردی غم له واورې سوړ دی او هرو مرو به د دغه متل مانا دا وي چې پردی غم ډیر ژر هیریږی او د واورې په څیر ویلې کیږي، واوره په اوبو او اوبه په بخار بدلیږي. خو کله چې غمونه، مرګونه او ناورینونه هر ورځ تکراریږي د دې ویره شته چې د بل چا غم د واورې تر ویلیدو هم ډیر ژر هیر کړو.

نو دغم له ویریدو مخکې موږ باید هڅه وکړو چې لاندې کارونه ترسره کړو:

1.  د مړه دوست له کورنۍ او شا او خوا دوستانو او خپلوانو څخه د ده کورنۍ د اقتصادي وضعیت په اړه یو اټکل وکړو؛

2.  که دفتري دنده لري له همکارانو څخه یې د اکرامیې او د دفتر له خوا ممکن ورکیدونکي امتیازاتو په اړه معلومات واخلو او له کورنۍ سره یې مرسته وکړو چې هغه په بشپړ ډول بې له دې چې کوم خپل او خپلوان او یا کوم همکار یې ترې ووهي ترلاسه کړي.

3.  د ملکري د کورنۍ له اقتصادي وضعیت خبریدو وروسته حساب وکړو چې:

  1. کور:
  2.       که کور یې خپل وي نو نورٌعلی نور او باید وګورو چې ترمیم او یا رغونې ته خو به اړتیا نه لري
  3.       که کرایي وي باید حساب ورته وکړو چې څنګه کولای شو حد اقل کورنۍ ته یې د ۳ کلونو د کرایې غم وخورو، که چيرې په ډیره قیمتي سیمه کې اوسیږي څنګه مرسته ورسره کولای شو چې یوې بلې مناسبې سیمې ته کډه شي چې د ماشومانو پر زده کړه یې منفی اغیزه ونه کړي
  4. کالي:

 که څه هم کالي نن سبا یوه ستره ستونزه نه ده، خو د ماشومانو پر روان ډیره اغیزه کوي، له کورنۍ څخه یې باید وپوښتل شي چې د کور سرپرست به کله ماشومانو ته نوي کالي اخیستل، حد اقل د دوو اخترونو او یا نوي کال ورځي مناسبې ورځي دي چې په پلمه یې د دې نړۍ څخه تللیو انډیوالونو اولادونو ته کالي او پیزار واخیستل شي

  1. ډوډۍ:
  2.       سملاسي: که خدای مه که انډیوال مو دومره څه هم تر شا نه وي پریښي چې کورنۍ د یو څو اونیو او یا یو څو میاشتو لپاره د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکي پرې واخلي نو باید تر هر څه نه مخکې یې د خوراکي توکو غم وخوړل شي. که چیرې یې وضعیت نسبتاً ښه وي، نو خوراکي توکي باید لومړیتوب ونه لري ځکه په کورنۍ کیدای شي راواني اغیزه بده وي، چې دا احساس یې سترګو ته و نه ودریږي چې خدای مه که کورنۍ د سوالګرو پر څیر د بل له کوره راتلونکو خوراکي توکو ته اړ شوه
  3.       منځ مهال او اوږد مهال کې: ښه به دا وي چې د انډیوالانو یوه دوه میرمنې په ګډه د مړه ملګري میرمن ته نغدې پیسې ور ورسوي چې هغه یې د خپلو اړتیاوو سره سم مصرف کړي
  4. د ماشومانو ښوونځی:
  5.       کوشش باید وشي چې حد اقل ماشومان په عیني ښوونځي کې تر یو کاله پورې زده کړې وکړي، انډیولان کولای شي د ښوونځي له ادارې سره وغږیږي چې فیس یې تر ډیره حده ورته و بخښي.
  6. ناورغي:
  7. انډیوالان باید د خپل خدای بښلي ملکري کورنۍ ته نومره ورکړي چې په کورنۍ کې د عاجلي ناورغۍ پر مهاله ورسره مرسته وشي.
  8. فزیکی مصؤونیت:
  9.       کونډه: له بده مرغه اوس هم په ځینو کورنیو کې دا دود پاتې دی چې کونډه لیوره ته د هغې د خوښې پر خلاف نکاح کوي. د مړه دوستان باید په ډیر احتیاط د کونډې د وروڼو او مور او پلار په مرسته او ټولنیزو حساسیتونو ته په پام سره د دغه کار مخه ونیسي. دوی باید هڅه وکړي چې دغه کار په داسې ډول ترسره کړي چې د دوی پاک نیت تر پوښتنې لاندې رانشي.
  10.       ماشومان: دوستان باید دې ته پام وکړي چې زموږ په ټولنه کې ډیری ارزښتونه ډیر راغورځیدلي دي. دوی باید وڅاري چې د ملګري بچیان یې څوک په کم عمر کې واده کولو ته اړ نه کړي، د دروغو جهاد او انتقام په نامه یې وسله ور په اوږه نه کړي او شا او خوا اوسیدونکي وپوهیږي چې دوی بې کسه نه دي.

کیدای شي دلته له ما څخه نور مهم ټکي پاتې شوي وي، هیله ده چې لوستونکي یې د کامینټس په برخه کې ور اضافه کړي چې د ټولو وروڼو د پاملرنې وړ وګرځي.

په دې خاوره کې د تاوتریخوالي مخنیوی د نړیوال اقلیمی بدلون په څیر ناشونی ښکاري خو د تاوتریخوالي د ناوړه اغیزو په وړاندې باید خپل مقاومت او غبرګون غښتلی کړو تر څو د باوجدانه، باغیرته او با عزته وګړو په څیر ژوند ته دوام ورکړو که څه هم تر کړاوونو او ناخوالو ډک وي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور ښاغلي عتیق نا آشنا صاحب د وخت مطابق ډېرې اهمې موضوع باندې لیکنه کړې او د مرستو لیارې ېې ښودلي دي.
    زما په نظر دا خو۱- اول د محترم مسلمان دولت او حکومت دنده ده چې ټولنیز خوندیتوب ، د داخلي او خارجي مرستو عادلانه وېش او تر ټولو مهمه د معاشونو مساوات (چې دې ورځو کې ولسي جرګې وکیل صایبان البته د ښاغلي بشر دوست رمضان په ډېر تکرارولو ورته متوجه شوي او لمړی دې د ځانونو نه پیل کړي) یعنې آسمان څکالي تفاوت له مینځه وړل
    ۲- د ناروغۍ په برخه کې زما په نظر که ډاکټر صاحبان او نور طبي پرسونل لکه دوا خرڅوونکي هم له داسې غمځپلو کورنیو سره مراعات وکړي او فییس یا وانخلي یا کم واخلي ؛ دوا کې جعل او په اصطلاح د ټوخي شربت پر ځای د ګُړې شربت ورنکړي!!
    ۳- د ناوړه دودونو او رواجونو؛ په ځانګړې ډول هاغه چې د مبارک او مطهر اسلام سره په ټکر کې وي ؛ د رسنیو او اړونده علماوو له خوا عامه پوهاوی وشي. لکه ولور، د وادهء ډیر مصارف، بیځایه همچشمئ ا.د.ن…..
    +++ د کور، کالیو او ډوډۍ په بابونو خو لیکوال مفصل ټکي بیان کړي دي.
    الله دې تلپاتې او با ثباته سوله او امن هیواد ته راولي . حقيقي بني آدمیانو ته دې د خیر او ښیګڼو د رسولو توفيق ورکړي چې دابېګناه او بېوخته مرګونو مخه ونيول شي.
    .آمين ثم امین

  2. ښاغلی ناآشنا ورور، ډېره مننه چې داسې مهمه موضوع مو راپورته کړې او لیکنه مو پرې کړې ده. ستاسو ټول وړاندیز شوي ټکي خورا مهم او ارزښتناک وو. اجازه راکړئ چې ستاسو د ۱۰ ټکو په دوام دا څو نور ټکي هم ورزیات کړم: ۱۱ـ د مړه ملګري د ځوانو لوڼو فزیکي او اروايي خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي، چې خدای مه کړه یا یې خلک ترې په زور او یا په دوکه واده نه کړي. ۱۲ـ د مړه ملګري قرضونه: که چېرې زموږ په مړه ملګري قرضونه پاتې وي، باید لومړی یې کره محاسبه وشي، او دا معلومه شي چې د ملګري کورنۍ او ورثه یې خلاصولی شي او که نه؟ که خلاصولی یې شي په څومره وخت کې به یې احتمالا خلاص کړای شي؟ آيا کوم سپین سترګی او ډېر شله داین (هغه چې قرض یې ورکړی) هم شته چې سهار بیګا د مړه ملګري کورنۍ ته په دروازه کې ولاړ وي. باید د هغه د قرض یوه غمه وخوړل شي. ۱۳- د مړه ملګري کورنۍ ته دایمي سپانسر پیدا کول. موږ کولی شو د مړه ملګري د مېرمنې یا زوی په نوم هغوی ته یو بانکی اکونټ پرانیزو او په منظم ډول د خپل معاش یا د بل مالي ملاتړي له معاش څخه هره میاشت یو ثابته اندازه پیسې دغه اکونټ ته ولېږو. ۱۴- ځینو خیریه بنسټونو او مرستندویه موسسو سره د مړه ملګري د کورنۍ معرفي کول او ثبتول. ۱۵- د مړه ملګري له کورنۍ سره مرسته کول چې د میراث وېش وکړي، او د مړه ملګري له وروڼو څخه د ده اولادونو او مېرمنې ته خپل شرعي او قانوني د میراث حق ورکړل شي. ۱۶ د مړه ملګري د شتمنۍ او جایداد په سالم مدیریت کې د نوموړي له کورنۍ سره مرسته کول. نور ملګري دې هم لطف وکړي په دې ۱۶ مواردو دې، نور موارد ورزیات کړي. ډېره مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب