چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د وروستیو هدفي وژنو عاملانو ته د سزا ورکولو امر...

ولسمشر غني د وروستیو هدفي وژنو عاملانو ته د سزا ورکولو امر کړی

تاند (شنبه د جدي ۶) ولسمشر اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د ورستیو هدفي وژنو عاملین پیدا او سزا ورته ورکړي.

ښاغلي غني د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانو چې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو هدف ګرځېدلي، د لا ښه امنیت د تامین سپارښتنه کړې ده.

د ارګ له لوري نن شنبه په یوه بیان کې راغلي: «د هیواد جمهور رئیس اړوندو ارګانونو ته دستور ورکړ چې پر مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون دې د ټولو وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوي.»

بلخوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم د هدفي بریدونو پر ډېرېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

یاد کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې هدفي بریدونه زیات شوي چې خلک یې د سولې د خبرو پر بریا شکمن کړي او حکومتي بنسټونو په خپلو کارونو کې پاتې بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې مدني فعالان، ژورنالستان، روغتیایي کارکوونکي، ملکي مامورین، قومي مشران او پوځي کسان د ناپېژاندو وسله‌ والو له لوري د هدفي وژنو ښکار شوي خو د طالبانو په ګډون یې هېڅ کوم چا یا ډلې پړه نه ده منلې.

وروستۍ پېښه يې د پنجشنبې ماښام په کاپیسا ولایت کې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ وه چې له خپل ورور سره یوځای ووژل شوه او تر اوسه یې د برید مسؤلیت کومې وسله‌ والې ډلې نه دی منلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب