تاند(شنبه، د جدي ۶) د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په پلازمېنه کابل کې ۱۰ تنه چینایان نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست وايي، نیول شوي کسان ترهګر دي.
د ملي امنیت د چارواکو په وینا یو تن چینايي د ښار په درېمه امنیتي حوزه کې نیول شوی او ۹ نور وروسته د ښار په نورو برخو کې نیول شوي دي.
تر دې وړاندې د کابل سرخط ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د ملي امنیت ځواکونو څو ورځې وړاندې د کابل په کارته چهار مېنه کې د عملیاتو په ترڅ کې یو بهرنی نیولی و.
د دې سرچینې په وینا د نیول شوي کس په کور کې، چې د چین تبعه دی، وسلې، چاودېدونکي مواد او کیمیايي پوډر موندل شوي دي.
همداراز امنیتي ځواکونو د کابل په شېرپور سیمه کې یوه چینايي ښځه نیولې او په کور کې یې وسلې او چاودېدونکي مواد موندل شوي دي.