یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونههلمند کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي او ننګرهار کې...

هلمند کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي او ننګرهار کې د داعش مالي نیول شوی

تاند (شنبه د جدي ۶) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په هلمند ولايت کې یې د عملياتو پر مهال  د القاعده ډلې څلور غړي او ۱۵ طالبان وژلي دي.

دفاع وزارت نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره ورځ وسله والو طالبانو غوښتل چې د هلمند ناوې ولسوالۍ اړوند مومن خان سیمه کې ماینونه خښ کړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه وسله وال د هوایي ځواک تر بریدونو لاندې راغلل چې په ترڅ کې يې د هند شبه جزیرې لپاره د القاعدې شبکې د څلورو غړو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ درې نور ټپيان شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، طالبانو تېره ورځ د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د حملو پلان درلود چې د څلورو هوايي بریدونو پر مهال ۱۱ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نن شنبه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ځانګړي عملیات کړي دي.

د ملي امنیت ۰۲ قطعې نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد عملیات د جلال اباد ښار د دوهمې ناحیې اړوند تالاشۍ څلور لارې کې شوي چې پر مهال یې د داعش ډلې مالي غړی نیول شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې له یاد کس څخه یوه تفنګچه هم تر لاسه شوې او ځانګړو ځواکونو او ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب