چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد سولې په تړاو دې له فردي هڅو ډډه وشي؛ کرزی پر...

د سولې په تړاو دې له فردي هڅو ډډه وشي؛ کرزی پر خپل پخواني دریځ ټینګار کوي

تاند (شنبه د جدي ۶) عبدالرب الرسول سیاف وايي، سیاسیون دې له دې وروسته د سولې فردي هڅې پرېږدي او د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم ملاتړ دې وکړي.

ښاغلي سیاف چې نن یې د ملي روغې جوړې عالي شورا په دویمه ناسته کې وینا کوله وویل، د حکومت مذاکراتي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال په ښه ډول د افغان ولس استازیتوب کړی چې هڅې یې د ستایلو وړ دي.

نوموړی زیاته کړه، د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د مذهب ستونزې رامنځ ته کېدل د افغان مرکچي ټیم پر وړاندې یوه دسیسه وه، تر څو په خپلو کې سره وران شي، خو په وینا یې دغه پلاوي خپل یووالی وساته او په ډېره مدبرانه توګه یې دغه بن بنست مات کړ.

دده په خبره د حکومت مرکچي پلاوی د سولې لپاره کلکه اراده لري او له مقابل لوري یې هم د سولې په تړاو د ټینګې ارادې غوښتنه وکړه.

عبدالرب رسول سیاف په خپلو خبرو کې پر حکومت، سیاسیونو، د ملي روغې جوړې عالي شورا او ټولو افغانانو غږ وکړ چې د دولت خبرې کوونکي ډلې څخه ملاتړ وکړي او یاد پلاوی یې د ټول ولس استازی او واضح ادرس وباله.

نوموړي د خپلو څرګندونو پر دوام وویل، د سولې لپاره دې فردي هڅې ودرول شي، ځکه چې د پلاوي دریځ کمزوری کوي.

د سولې په تړاو د فردي هڅو خبره پر داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دی به د سولې لپاره خپلې هڅې او کوښښونه د یوه وګړي په توګه جاري ساتي، خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه نه اخلي.

په همدې حال کې د ملي روغې جوړې عالي شورا په نننۍ ناسته کې ښاغلي کرزي د وینا پر مهال وویل، د ده په ګډون د ټول ولس غوښتنه او بېړه دا ده، چې افغانستان نور یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

کرزي د افغان مذاکراتي پلاوي د هڅو ستاینه وکړه او د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

پخواني ولسمشر د خپلو تېرو څرګندونو په تعقیب یو ځل بیا د افغانستان د یوه فرد په توګه د رښتینې سولې په برخه کې هر ډول ملاتړ او همکارۍ ته تیاری وښود.

د یادونې وړ ده چې نن په کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا دویمه ناسته وشوه، ددې ناستې پر مهال د یادې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، د سولې بین الافغاني خبرې باید د ځای ټاکلو له امله ونه ځنډول شي، بلکې په خپل وخت باید بېرته پیل شي.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%b0%d8%a7%da%a9%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d8%af-%da%81%d8%a7%db%8c-%d9%be%d8%b1-%d8%b3%d8%b1/

که څه هم د افغانستان حکومت د هېواد په داخل کې د دویم پړاو مذاکراتو کولو وړاندیز کړی، خو طالبانو تر اوسه په رسمي توګه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب