چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+سردرد، ډولونه او درملنه یې

سردرد، ډولونه او درملنه یې

سر درد خپله ناروغي نده بلکې د نورو نارغیو له امله سر درد رامنځته کیږي.

تر اوسه د سر درد اصلي لامل ندی پیژندل شوی مګر ویلی شو چې موږ ټول د سر درد تجربه لرو او ډیر کسان شته چی مداوم سر درد لري.

عام سر درد کیدای شي چې د مسکن په اخیستو او استراحت ښه شي مګر داسې سر درد چې ډیر شدید وي او ژوند ته ګواښ پیښوي د سر درد د ډولونو او لاملونو په پیژندلو کولای شو چې د ګواښ مخه ونیسو او درملنه یې وکړو.

مګر له هر څه مخکې باید پو شو چې په مغر او د سر جمجمه کې درد نه رامنځته کیږي یعني دلته د درد د اخیستو عصب شتون نلري مګر د وینې رګونه او ځینې اصلي عصب چې له مغز نه منشعب کیږي د درد د انتقال سبب کیږي او په سر کې د مغز شاوخوا انساج دي چې درد لري نو په سر کې درد احساسیږي.

همدارنګه ویلی شو چې له ۲۵٪ نه تر ۷۵٪ پورې سر درد د تغذیي سره مستقیمه اړیکه لري.

داسې چې لومړني خوراکي توکې په معده او هضمي سیستم کې د Neurotransmitters د تحریک لامل کیږي او په پایله کې سر درد رامنځته کیږي.

• د سر درد ډولونه:

۱- کلستري سر درد
ډیر شدید سر درد دی په نارینه وو کې ډیر پیښیږي او په هغه کسانو کې چې مخدره توکې کاروي ډیر رامنځته کیږي.

چی دا درد د ورځې په خاصو وختونو کې رامنځته کیږي له څو ورځو تر څو اونیو او میاشت پورې دوام کوي.

چې له دې سر درد سره زکام، تبه، او له سترګو نه د اوښکو بهیدل هم ملګري وي.

چې د دې سر درد په لومړیو کې که خالص اکسیجن واخیستل شي ښه کیږي چې په ورځ کې څو ځلې د ۲۰ دقیقو لپاره د خالص اکسیجن اخیستل دي.

۲- میګرن سر درد (Migran headache):
دا د دماغ دننه د ځانګړو بدلونونو پایله ده.
او د اکثره کیمیاوي موادو د استعمال له امله رامنځته کیږي.

هغه کسان چې دا ډول سر درد ولري د غږ، نور او بوی سره حساسیت لري.

عمده نښې یې:

۱- د سترګو درد
۲- د نور او غږ په وړاندې حساسیت
۳-تهوع حالت
۴-استفراق
۵-شدید سر درد

چی دا درد له څو ساعتو تر څو ورځو دوام کوي.

د سر درد تشخیص:
تشخیص یی کیدای شي په دوه لارو وشي:
۱- MRI
۲-CT scan
درملنه یې:
د درد د ارامیدو دوا پواسطه د درد د مدت له مخې صورت نیسي.

۳-سینوس سر درد ( Sinus headache ):

سینوس یو خالې فضا ده چې له هوا ډکه ده د مخ د هډوکو، د پوزې د پل شاته او په تندي کې موقیعت لري.

کله چې دا ملتهب شي نو ډیر مخاط تولیدوي او هغه کانالونه چې مخاط پکې تخلیه کیږي بندیږي.
نو د فشار تجمع په Sinus کې د هغه درد لامل کیږي چې د سر درد په توګه احساسیږي.

علایم:

یو ډیر ژور درد د مخ په هډوکو یا د پوزې پل کې احساسیږي همدارنګه که دفعتا سر وخوځوي یا فشار پرې راوړي نو درد یې ډیریږي او له دې سره د پوزې بهیدل، په غوږونو کې اواز او تبه هم شتون لري.

درملنه:

دا چې د التهاب له امله رامنځته کیږي نو د درد مسکن او انتي بیوتیک نه استفاده کیږي.

.۴- د غاښونو درد له امله هم سر درد رامنځته کیږي چې له مخ نه پیل کیږي او ورو ورو ټول سر ته خپریږي.

۵- نرمه سر دردې ډیره عامه سر دردې ده چې د سر ، غاړو او اوږو د عضلاتو د دردنو له امله رامنځته کیږي چې دا درد په عصبي سیستم تاثیر لري.

۶-نیم سری یا د نیم سر درد
چې د سر یو برخه درد کوي چې تبه ،استفراق، ستړیا ورسره ملګري وي چې دا درد له څو دقیقو تر ۲۴ ساعتو دوام کوي.

۷-مغزي تومور له امله سر دردي

دا درد د نورو سر درد سره فرق لري دا درد ډیر شدید او د تحمل وړ نه یي چې دا درد اکثره د سهار وخت کې ډیر شدید وي او ورسره د خوب اختلالات هم ورسره وي.

سر درد ډیر ډولونه او لاملونه لري چې دلته یې یوازې د څو نوعو یادونه وشوه

د سر درد ستر لاملونه کوم دي؟

د سر درد لاملونه ډیر زیات دي چې تر ټولو عام لاملونه یې:

۱-ذهنی فشار
۲-خفګان
۳-د خوب کموالی
۴-د اوبو کموالی
۵-غیر صحي ژوند
۶- بعضې خلکو ته سر درد په ارث کې هم پاتې کیږي.

درملنه:

عام سر درد کیدای شي د مسکن په استعمال او لږ استراحت سره ښه شي مګر سر درد د عواملو په لیدو باید سر درد ته جدي پاملرنه وشي.
که سر درد لرئ له طبعي لارو يې چاره وکړئ…

که سر درد مو سخت وي خپلې پښې په تودو او سړو اوبو کې کېږدئ

د کار فشار او لږ خوب کول د سر خوږي لامل کیږي چې د لېرې کېدو لپاره یې زیاتره وخت درمل خوړل کیږي.

یو شمېر درد لېرې کوونکي درمل په خپل جوړښت کې آسپرین، اسیت امینو فین ‘پاراستامول’ او کافین لري او ښايي دغه درمل د هغو کسانو لپاره چې د وینې توییدنې، معدې زخم، د بډوډو او ورته نورې ناروغۍ لري له خطره تش نه وي.

د درد د لېرې کولو لپاره د درملو خوړل یوه لار ده، خو ځینې نورې لارې چارې هم شته چې کولای شو د سر له خوږو ځان خلاص کړو:

مساژ: څو دقیقې خپل سر په دوراني ډول ورو تاو راتاو کړئ او په ګوتو یې ورو ورو زور کړئ. دا کار که د بل په لاس وشي نو د آرامۍ لامل کیږي.

خپلې پښې په تودو او سړو اوبو کې کېږدئ:

ښايي باور ونه کړئ، خو که خپلې پښې لومړی په تودو او وروسته په سړو اوبو کې کېږدئ نو ستاسو د سر درد به کم شي.

په دې کار سره په سر کې د وینې د رګونو فشار کمیږي، که سر خوږ ډېر شدید او سخت وي نو په اوبو کې لږ د اوري دانې هم واچوئ.

مروړل: کله مو چې سر خوږ ډېر وي نو یوه نرمه او توده ټوټه پر خپله ټنده او یا هم څټ کېږدئ او ورو یې ومروړئ.

تر دې کار وروسته ټوټه لږ سړه کړئ او ورو یې ومښئ. سړه ټوټه د وینې رګونه سره ټولوي او پر اعصابو فشار کموي.

په سړو اوبو کې لاسونه مروړل:

خپل لاسونه څو شیبې په سړو اوبو کې کښېږدئ او خپل موټی په منظم ډول خلاص او وتړئ. ځکه د وینې حرکت به یو څه منظم شي.

قهوه وڅښئ:

په قهوې کې موجود کافین د وینې د رګونو پاړسوب کموي چې په پایله کې یې د سر درد کمیږي.

له همدې امله په ځينو درملو کې کافین کارول کیږي.

خپل سر وتړئ:

یو نرم دسمال له خپل سره تاو کړئ، او په هغه ځای یې غوټه کړئ چې د ډېر درد احساس ترې کوئ.

درمل خوړل هم سر درد اراموي خو د معدې په مرض اخته کسانو ته زيان هم رسوي.

په هغه ځای کې د وینې د فشار له کمېدو سره د سر خوږ هم لېرې کیږي.

د زنجبیل اوبه وڅښئ:

په پخوانیو زمانو کې زنجبیل د پاړسوب او درد د لېرې کېدو لپاره کارول کېده، په یو ګېلاس اوبو کې د چای څښلو نیمه کاشوغه ټوټه شوی زنجبیل واچوئ او ویې څښئ.

په چای کې لونګ ورګډ کړئ:

چای په خپل جوړښت کې کافین لري او لونګ هم د پاړسوب ضد خاصیت لري.

نو که په ګرم چای کې لونګ واچول شي او دم کړای شوی یې وڅښئ نو د سر درد به مو لېرې کړي.

اوبه وڅښئ:

د اوبو په څښلو سره د بدن د اوبو د کمښت ستونزه لېرې کیږي چې دا کار هم د سر خوږ لېرې کولای شي.

غاښونه مه چیچئ:په خوب او یا هم په ویښه د غاښونو چیچل او زامه کلکه نښلول د سر درد لامل کیږي

په خوب او یا هم په ویښه د غاښونو چیچل او زامه کلکه نښلول د سر درد لامل کیږي. نو له دغه کاره په کلکه ډډه وکړئ.

په منظم ډول خواړه وخورئ:

څېړنو ښوولې چې د اوږدې مودې لپاره په غیر منظم ډول خوراک د سر درد لامل کیږي، نو هڅه دې وشي چې خپل خواړه په منظم ډول وخورئ.

ورزش:

په اوونۍ کې لږترلږه درې ورځې نیم ساعت پلی تګ، بایسکل ځغلول او یا هم لامبو د سر خوږي د لېرې کېدو لپاره اغېزمن دي.

ځکه ورزش د فشار د کمولو
که سر درد لرئ له طبعي لارو يې چاره وکړئ.

لیکنه: ډاکتره لیمه جهیش

2 COMMENTS

  1. ګرانه اغلې لیمه جهش، ، داګتره یا طبیبه سلاموونه او او درناوۍ! ستاسو لیک مې د سر درد او درملنې په هکله ولوست او خورا مې خوښ شو، رښتیا چې هر اړخیزه او علمی معلومات مو خپور کړی، چه په دې باندې هېڅ یو اعتراض هیڅ یو عالم د طبابت نشي کولای. خوشحالي لاس ته شوه چې یو دلیل مو د غاړې د چار چاپېر د مزیو یا عضلاتو یادونه کړې ده، که نه پر تاسو به مې سخت انتقاد کاووه.ما ۴۳ کاله پر انسان او حیواناتو او نورو زیروح تر نباتاتو باندې مطالعات د داینمیک او میخانیک بر بڼست وکړل(زه د ماشین آلاتو انجنیر یم، له اختراعاتو سره) او داکترانو سره مې په هند، شوروي اروپ او امریکې کې ولیدل او نور شخصي کتنو سره د خلکو رفتار او کېنناستل او جګېدل او حرکاتو باندې مې خپل مطالعات سر ته ورسول، داسې کتاب او څېړنې پاتې نشولې چه مې نه یي ویلي، او په ۱۹۹۹ کال کې مې د زیوریخ د طب په پوهنځۍ کې دوه ساعته بې څاری سیمینار ورکړ چه وویل شو چه په تاریخ د طبابت کې اول وار او بې څاری معلوومات وو، هو خو نژدې وژل شوی هم ووم که هغه داکترانو په امریکې کې چه زما د کتاب اوله برخه يې ادیت کړی وو او ماته یې احوال او نورو ته یې اختاریه نه ورکولې،(دا بله قصه ده) زه به اوس مړ وم. علت یې دا وو چه زما تحقیق سره دری پنځوسو زرو تیسسونو باندې مې کرښه ویستله چه له ۱۹۵۲ نه هغو خلکو دکترا یې اخیستي وو. لنده یې دا چه پرته له مکروبي علتونو؟ اصلي علت د دردوونو مزیو یا عضلاتو پورې اړ لري او نه یواځې د سر درد، چه د معدني موادو خصوصا مګنیزیوم کمبود وي چه
    زیاد مصرفېږي او غلطه غذایی بڼه لري، او چاره هم نشته، ځکه چه د ژوند طبعي بڼه له مینځه تللې ده . ستاسو په اجازه لاندینیو ټکو باندې دې غور وشي: ۱: کم چای چکل آو پر ځای یې زیات اوبه چکل. چای کې تیوفیلین د زیاتو متیازو علت وي او متیازو سره زیات معدني مواد لکه مګنیزیوم او پتاسیم یا کالیوم او نور له وجود نه اطراح کېږي او پرته له دې به جوشو اوبو کې دا مواد له اوبو نه بېلېږي او وجود ته نه رسېږي، مګر طبعي اوبو کې دا ټول مواد موجود وي او وجود ته ورکول کېږي. په دې دې هر یو پوه شي چه ورسته د ځان مینځلو نه سمدستي تر هغه چه کالي اغوستل کېږي د غاړې او اوګو باندې یو لوی دستمال یا ټکر واچول شي چه غاړه او ورمېږ ګرم وساتل شي او هم چه خولې شی ، ایر کاندیشن یا بادپکو، نه ځانونه وژغورئ
    بله دا چه هره ورځ کم له کمه یو وارې د دروازې سر نه په ګووتو ټینګ نیول او ځان فقد ۲۰ تر دېرشو ثانیو پورې زوړند کړئ. داسې زوړندول د شا مزي یا عضلات بېرته اوږدوي چه د کار یا ګرځېدو په اٍثر فشار لاندې راغلي دي او لږ شان ته لنډ شوي وي، یوه بله وسیله مساژ ورکول یا مښل دي خو هر چا ته نه رسېږي، خو تر ټولو مهمه ځوړندول دی چه مزي ، هغه چه د کار او خوسې د ناستې په اثر لنډېږي بېرته خپل اصلي او.دوالي ته ورسطږي او بل یې ګرم ساتل، ډېر مهم دی. زما وتس اپ دا ده خو پخوا ځان معرفي کړئ له یوو یادداشت سره، پرته له دې زه نا آشنا تلفون نه جګووم، مننه ګلوونو سره
    ۰۰۴۱۷۶۷۲۲۱۹۷۸ په سویس کې

  2. ډير ښه او په ګټه معلوماتو وو ډيره مننه زه ډيرر خراب سر درد سره مخ يم دغه کړنې به انشاءالله ترسره کړم که يي نتېجه مثبته وه ستاسې د لارښونه به تل عملی کوم.
    يو محترم ليکلې که د چايو په ځای اوبه وکارول شي دا به هم د سر درد کمولو کی ډيره مرسته وکړی.
    زه خپله چای ډير څښم البته شين چای نو دا به هم وکم شين چاې څښل به کم. چي لدې مصيبت خلاصه شم.
    لتاسې ډيره مننې چې مونږ ته داسې ښه او کټور معلومات غرضه کوئ.
    کور ودان
    درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی