شنبه, مې 18, 2024
Home+د وطن ټولې ميندې مړې دي| رفيع الله ارمان

د وطن ټولې ميندې مړې دي| رفيع الله ارمان

په ټولنيزو پاڼو کې يو ځل بيا د يوې مور د قتل ترا ژيدي لاس په لاس کيږي او ډيری خلک يې په وژلو خواشيني څرګندوي. ويل کيږي په کابل کې تيره ورځ يوه ميرمن د خپل خاوند له خوا ځکه ووژل شوه چې هغې ماشومه زيږولې وه!!!

خو آيا دا خلک په رښتيا احساساتي او د مرحومې په وژل کيدو خواشيني دي؟!

که د پښتني ميرمنو ژوند ته يو ځغلنده نظر وکړو، لږ يې د کور په ديوال پورې غوږ ونيسو، د کلينيک او روغتون بيړنۍ خونې ته سر ورښکاره کړو، نو ډيرې داسې ميرمنې به ووينو چې ممکن په ليدو يې د پرونۍ ميرمنې مرګ رانه هير شي. د يوې بې اسرې مېرمنې د مرګ غږ ايله تر رسنيو را ووت، لسګونه او سلګونه مېرمنې همدا اوس د کور د نارينه و د جبر او ظلم تر لښتو لاندې دي. 

لسګونه مېرمنې د لور د زيږولو په بهانه، کوڅې ته د دروازې له چولو د کتلو په بهانه، د خپل پلار، خور، ورور او خور لڼې کره په خپل سره د تګ په بهانه، په ديګي کې د ملګې د کموالي په بهانه، د ناوخته چای راوړلو په بهانه، د جامو د نه اوتو کولو په بهانه او په بهانه بهانه وژل شوې، پوزه غوږونه ترې پرې شوي او په کاڼو ويشتل شوې دي.

دا يو مورد و  چې نا څاپي را بيرون ته شو، دلته په سلګونو او زرګونو داسې کړنې او نارواوې له مېرمنو سره د بندو دروازو تر شا کيږي چې په تر سره کولو يې پښتون په برېتو کې موسکی شي، وخاندي او ووياړي چې يوه عاجزه، بلا، تور سرې، کم علقه، ليونۍ، د ماشومانو مور او … يې تر لغتو لاندې اچولې ده.

دلته په کورونو کې مېرمنې له نارينه مخ کې نه شي ويدې کيدی، د ناستي ځای يې د کوټې دروازه وي، خوراک يې د نارينه او ميلمه نه پاتې شوې خوشتې او نيم خوردې وي، په نيم نس او لوږه شپې تيرول يې تقدير دی، ناروغي له شرمه نه شي بيانولی…

له دې سره سره  د ټولې کورنۍ د لس پنځلس کسانو جامې، د کور توشکې، پردې، لمڅي، غالۍ او ترپړ مينځي. د ټولې حويلۍ او کوټو صفايي کوي … له پټيو نه واښه په سر رواړي، غوا، خره، اوزې ميږې حتا سپی او پشی هم سمبالوي…

د صحرايي وحشي محکمو، په بدو کې د ودولو، تښتولو، جينسي او هيثيتي تيري او … نه به څه نه وايم. 

د ګېلې ځای دا دی چې يوازې د څو لايکونو او کمينټونو د شمېرلو لپاره په فسبوک د لور د زيږلو په تور د مېرمنې مرګ مهم، ترا ژيدي، ظلم او وحشت و بلل شو.

موږ کله هم پورتنۍ هره يوه ترا ژيدي کومه ورځ غندلې، پر وړاندې مو يې غږ اوچت کړی، د خپلې کورنۍ د مېرمنو لاس نيوی مو کړی، يو سطل اوبه مو ورته له بمبې راوړي دي، په ستړې غيږ کې مو يې ځيلي ماشوم يوه شيبه ترې اخيستی، د ملا، پښو او بدن درد ته مو يوه پراستامول ګولۍ ورکړې …

زموږ د فسبوک چيغې او سورې ټولې دروغ او ځان ښودنه ده. 

دا بايد ومنو چې موږ زن ستېز او نر سالاران يو، زموږ عقل سالم دی خو کړنې مو د نا سالم، ليوني او د جاهليت له دور نه هم وړاندې زمانې سره  صدق کوي. 

د يتيمې لور؛ مور د خدای د جنت مرغۍ او بي بي کړي او دغه ډول نارينه د خدای د جنتونو له نعمتونو بې برخي کړي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب