شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د ملکي وګړو مړینه ډېره عامه شوې

خلیلزاد: د ملکي وګړو مړینه ډېره عامه شوې

تاند(یکشنبه، د قوس ۳۰) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د ملکي وګړو په ګډون د افغانانو وژنه او مړینه ډېره عامه شوې ده.

زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د متحدو ایالتونو او طالبانو د هوکړه لیک، د متحدو ایالتونو او افغانستان د ګډې اعلامیې، سولې او د بین الافغاني مذاکراتو پیل نه د پراخ نړیوال ملاتړ په شتون کې، په ډیرو افغانانو کې چې سولې او امنیت ته اړتیا او هیله لري، بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه زیاته کړې، افغان حکومت او طالبان باید د خپلو خلکو د غوښتنو او هر څومره ژر چې شونی وي یوه سیاسي توافق ته ورسېږي.

د خلیلزاد په وینا امریکا د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده.

زلمي خلیلزاد دغه راز په غزني کې د ماشومانو پر وژنه هم خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، له غزني د ډېرو بې ګناوو چې نږدې ټول یې ماشومان و د مړینې خبر زړه ماتوونکی دی او په خبره یې په دې شېبو کې باید ټول په غم کې ورسره ځان شریک وګڼو.

خلیلزاد زیاته کړه، دی پر ټولو غاړو غږ کوي چې اورکم کړي او په چټګۍ اوبند وکړي.

هغه وایي، په ګډه او په نړیوال ملاتړ دوی باید په ټول هېواد کې د ناچاودل شوو توکو او ماینونو سره مبارزه وکړي ترڅو د ماشومانو او غټانو ارزښتناکه ژوند وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو وروسته د ملکي افغانانو مرګ ژوبله زیاته شوې خو بین الافغاني مذاکرات هم پرته له کومې نتیجې د شلو ورځو لپاره رخصت شوي.

3 COMMENTS

  1. خلیلزاده تاسی او د ستا امریکا د ۱۹۶۵ کال راهیسی تر نن ورځ پوری د افغان ملت پر ضد فعالیت کړۍ دی اوددی لپاره تاسو په نوبت سره خپل غلامان د ملت پر اوږو سپاره کړی دی اوددوی او د تاسو ظالمانه حملو په وسیله مو ماشومان ، ښځی او نارینه په قتل ورسول او ددوی ابتدائي زندګی شرائيط مو ورڅخه واخستل اودا جنایت لا تر اوسه دوام لری !!! اوس تاسی د افغان ملت دوښمن په بی شرمانه شکل سره وائي چی په افغانستان کښي اوس وژل رواج ګرزیدلۍ دی ، بلی د تاسو خائين له برکته دا واحشت د افغان ملت اوس په نصیب شوۍ دی او د تاسو دوه مخه مصنوعی دلسوزی اواز باندی افغان ملت نشی غولیدلۍ !!!! خدای د سره د خپل کهول سره تباه کړه !!!! او د افغان ملت د وینو ډالر دی خدای درته زهر کړی

  2. دافغانانو وژنه خو ستاسی لاس ته راوړنه ده.
    سوال دلته دی چه ایا مخکی دطالبانو او امریکا دموافقی نه دطالبتنو جنګ مشروعیت درلود؟که ستاسی ځواب هو وی بیا نو داسی یرغلګر یاست او څومره وینه چه توی شوی مسولیت دتاسی په غاړه دی.

  3. دافغانانو وژنه خو ستاسی لاس ته راوړنه ده.
    سوال دلته دی چه ایا مخکی دطالبانو او امریکا دموافقی نه دطالبتنو جنګ مشروعیت درلود؟که ستاسی ځواب هو وی بیا نو داسی یرغلګر یاست او څومره وینه چه توی شوی مسولیت دتاسی په غاړه دی.
    اوکه نامشروع وه نو بیا ولی اوس ورته نامشروع وایی؟ نامشروع هروخت نامشروع وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب