شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد خلکو اندېښنې او امنيتي چارواکو ته د ښآرونو امن کېدو په...

د خلکو اندېښنې او امنيتي چارواکو ته د ښآرونو امن کېدو په اړه د ولسمشرسپارښتنه

ولسمشرغني د شنبې په ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار ولایت له ځایي چارواکو سره د خبرو پر مهال د دغه ښار د امنیت ارزونه وکړه.

نوموړي ویلي چې په کندهار کې وروستیو جګړو خلک زیانمن کړي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر له ځايي چارواکو غوښتي چې له دوی سره اړينې مرستې ترسره کړي.

په دې کنفرانس کې ولسمشرد کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د مشخصو او واضح پلانونو له لارې د ښارونو د امنیت تامین کړي.

سرچینه وایي کورنیو چارو وزارت ته په سپارښتنه کې ویلي چې دوی دې له ولسوالیو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي څو د احتمالي خطرونو پر مهال پر وخت اقدامات ترسره شي.

چارواکي داسې مهال په ښارونو کې د امنیت پر ټينګښت تينګار کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په لویو ښارونو کې هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوي دي.

وروستیو حالاتو عام خلک هم سخت اندېښمن کړي او حکومت د امنيت په ټینګښت کې پآتې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب