سرچینه: د ښاري هوا د مدیریت په هکله د نړیوال بانک راپور
ژباړه: محمد عارف رسولي
د ژباړن سریزه
د ښاري هوا مدیریت او پاک ساتل یوه پېچې مسئله ده، زیات اړخونه لري، غوره پالیسي، مسلکي او تخنیکي پوهه، د زیاتو سکتورونو او ادارو همکاري او تر ټولو مهم سیاسي اراده، ژمنتیا او ښه رهبري غواړي. لامل یې دادی چې په دې کې د سیاسي اقتصاد زیات عناصر شته چې د اصلاحاتو مخه ډب کوي. پانګونې تا اړتیا ده لکه د زړو موټرو مسئله چې د زیاتو غریبو کسانو معیشت ورباندې تړلی دی او یا دا چې د بې کیفیته تیلو او ګازو په تجارت کې زورور کسان لاس لری، د صنعت او فابریکو خاوندان نه غواړي نوې او پاکه تکنالوژي وپېري، دا او داسې نورې مسئلې د فساد سرچېنې دي. له بلې خوا، دولتي ادارې د ناوړه دود او ځان غوښتنو او بې ځایه سیالیو له مخې له یو بل سره ګډ کار نه کوي، دا او یو شمېر نورې خبرې د مسئلې پېچلتیا او څو اړخیز والي د عادی چارواکو له پوهې لوړ وي، د داتا راټول او د معلوماتو تحلیل او ورنه پروګرامونه جوړول او پلي کول کارپوهانو او مالي امکاناتو ته اړتیا لري. خو د خواشینۍ ځای داد چې زموږ په ملک کې د کارپوهانو نظر ته څوک غوږ نه نیسي.
د بېجنګ، نوي ډیلي او د مکسیکو ښار د هوا د مدیریت څخه درسونه
څنګه هېوادونه خپل اقتصادونه پیاوړي کولئ شي او هم د هوا کیفیت تر کنترول لاندې راوستلئ شي؟ د نړیوال بانک یو راپور دا پېچلی سوال راسپړي، د پالیسیو او فعالیتونو و هغو ډولونو ته ګوري چې د نړۍ دریو سترو ښارونو ورته مخه کړې چې د خرابې هوا کیفیت ښه کړي او د نورو ښارونو لپاره درسونه رامنځته کړي. « د ژباړن زیاتونه: په اوس وخت کې دا درسونه د زیاتو ښارونو لپاره په ځانګړي ډول د کابل لپاره تر هر بل وخت خورا مهم برېښي.»
د هوا ککړوالی په نړیواله کچه د روغتیا لپاره ستر خطرونه رامنځته کوي، په ملي اقتصادونو او د خلکو په روغتیا یو ستر بار دی. په کال ۲۰۱۷ م تخمینا (۴.۱۳) تر (۵.۳۹ ) ملیونه خلکو د ککړې هوا په ځانګړې توګه د PM2.5 ( هغه ذرې چې قطر یې ۲.۵ مایکرونه وي او یو د یو مایکرون کچه ( 1×10−6 m) ده) ذرو له خطر سره معروض (مخ) شوی وو. PM2.5 د هوا د ککړوالي تر ټولو مضره ماده ده ځکه په یوه ښاري سیمه کې ټول ذهري مواد په دې کې شتون لری او هم د کوچنیوالي له کبله زموږ سږو ته سیده تللی شي ځکه د زیات کوچنیوالي له کبله یې زموږ د پزې څخه سږو ته سوري او نور تنفسي سیستم یې مخه نه شي نیولئ. د مړینې دا شمېره د ټولو هغو کسانوڅخه زیاته ده چې له ایډز، توبرکلوز او ملاریا ټولو ناروغیو مړه شوي وو.
د نړیوال بانک د څېړنو له مخې له کوره بهر د ښاري هوا د ککړوالي د دې وړو ذرو (PM2.5) سره تړلی قیمت او مصرف ۵.۷ تریلیونه امریکايي ډالره دی، چې د نړیوالو ټولو ناخالصه عوایدو (۴.۸٪) سلنه جوړوي. د کرونا وبا ناروغۍ نور هم موږ ته روښانه راوښودل چې د ښاري هوا د ککړوالي غمه خوړل خورا زیات اهمیت لري، د څېړنو لمړنیو پایلو د هوا د ککړوالي، ناروغۍ او مړینو اړیکه له دې ویروس سره وښوده. له بله پلوه، اقتصادي بندښت چې د همدې وبا له کبله رامنځته شو د ټولنو لپاره دردوونکی و خو د ښاري هوا د کیفیت د سمون لپاره یې ښکاره ګته درلوده او یو څه سمون یې د ښاري هوا په کیفیت کې راواسته. خو دا سمون همغږی نه و په تېره د PM2.5 ذرو په هکله. د ښاري هوا د کیفیت دې سمون وښودله چې څه ممکن دي او د اړین بدلون لپاره یې د یوه نوي خوځښت اړتیا او امکان رامنخته کړ.
« د کرونا وبا نور زیات هم روښانوي چې ولې د هوا د ککړوالي غمه خوړل دومره زیات مهم کار دی، لمړنۍ څېړنې د هوا د ککړوالي، ناروغۍ او مړینې اړیکې له دې ویروس سره ښيي.»
د هوا ککړوالی د نړۍ په یو شمېر تر ټولو زیات په تندۍ وده کوونکو ښاري سیمو کې لوړ دی، لامل یې د زیاتو خلکو، موټرو، تیلو او لرګیو سوځولو، د فاضله موادو تولید او په چاپېریال کې یې غورځول، او همدارنګه د ښاري سیمو په زیاته تندۍ سره پراخوالی، دی. کرنه هم د ککړوالي یوه مهمه سرچینه ده، چې د هوا د ککړوالي د څو اړخیز او سرحد نه منونکي خاصیت ښودنه کوي.
څنګه ښارونه په دې ستونزه برلاسی تر لاسه کولی شي؟ د نړیوال بانک وروستی راپور، د هوا پاکول: د دریو ښارونو کیسه، بېجنګ، نوی ډیلی او د مکسیکو ښار ټاکلي و، تر څو وارزوي چې څنګه تېرو او اوسنیو هڅو د هوا کیفیت اصلاح کړ.
د ۹۰ یمو کلونو په لمړیو کې، د مکسیکو ښار د نړۍ تر ټولو ککړ ښار بلل کېده او په داسې حال کې چې تر اوسه هم ننګونې شته، د هوا کیفیت په زیاته کچه اصلاح شوی دی. په دې ښار کې د SO2 سلفردای آکساید تمرکز – چې د PM2.5 په رامنځته کېدو کې برخه لري – له μg/m3)۳۰۰ ( خه په ۱۹۹۰ کال و μg/m3۱۰۰ په ۲۰۱۸ کال کې راکښته شو. د دې وړو ذرو کچه اوس د نړیوال روغتیايي سازمان له موقتې موخې(35 µg/m3) زیاته راټیټه ده. په اوس لنډ وخت کې، بېجنګ د نړۍ د ککړو ښارونو په کتار کې راته، خو هدفمندو پالیسیو او پروګرامونو د PM2.5 وړو ذرو کچه له تخمینا ( 90 µg/m3 ) څخه په ۲۰۱۳ کال کې و ( 58 µg/m3 ) ته په ۲۰۱۷ کال کې راټیټه کړه.
نوی ډیلی د ککړې هوا په کنترول کې د نویمې لسیزې د پای په کلو کې بریالی و او د تیلو سوزوونکو ترانسپورتي موټرو په ګاذ سوزوونکو باندې د بدلولو یو مهم پروګرام یې رامنځته او پلی کړ او ښاروندانو ته یې د ارامۍ سا ورکړه. خو په خواشینۍ سره، له هغه وخته د هوا کیفیت بیا په خرابېدو شو، د ډیلي حکومت یې وهڅاوه چې د عمل یو نوی پلان جوړ او پلی کړي تر څو د ککړوالي د زیاتو سرچینو غمه وخوري. وختي نښې نښانې راښيي چې د هوا کیفیت پکې اصلاح کېږي خو بیا هم د هوا د ککړوالی کچه لا تر اوسه د تشوییش وړ ده. د مثال په توګه، د PM2.5 کچه په اوسط ډول په کال ۲۰۱۸ د تشویش وړ او ( 128 µg/m3) وه.
د دې دریو ښارونو د برخلیک په ازمویلو سره، موږ د بریا دری کلیدي عناصر تشخیص کړل:
- د اعتبار او لاسرسي وړ او د حاضر وخت (چې با الفعل اخیستل کېږي) معلومات د اصلاحاتو د یوه مثبت خوځښت د رامنځته کېدو سره مرسته کوي.
د مکسیکو په ښار کې، د ماشومانو په روغتیا د هوا د ککړوالي د اغیزو دقیقه ارزونه د ښار د هوا د مدیریت د لمړۍ ستراتېژۍ لپاره عامه ملاتړ رامنځته کړ. د هندوستان د هوا د کیفیت ملي انډکس پروګرام د حاضر وخت داتا د ښاروندانو په اختیار کې ورکړه او اجازه یې ورکړه، چې د مخنیوي تدابیر ونیسي او بدلون وغواړي. او په بېجنګ کې، د حاضر وخت او عامه داتا چې د دوام لرونکي نظارتي آلو او ماشینونو څخه په صنعتي ځایونو او انرژۍ د تولید په ځایونو کې تر لاسه کېده، مرسته یې وکړه چې د فابریکو چلوونکي او د قانون او مقرراتو پلي کوونکي مسؤل ونیسي تر څو اصلاحات راولي.
- د محلي ادارو، صنعت او کورنیو لپاره مشوقات او هڅونې باید عام او پلې شي.
ملي حکومتونه په فعالانه توګه باید د ولایاتو او ښارونو ځايي حکومتونو ته د هڅونې او تشویق پروګرامونه په نظر کې ونیسي، تر څو د هوا د کیفیت د مدریرت پروګرامونه سم عملي کړي. په هند کې د ۱۹۹۰ یمو کلونو په وروستیو کې په دې کې پاته راتلل چې تشویقي بودجې په پام کې ونیسي، د دې لامل شو چې پلان جوړ خو پلي نه شي. د دې پایله دا شوه چې د هند سترې محکمې مداخله وکړه تر څو د پالیسو تدبیرونه عملي کړي. په وروستیو وختونو کې د هند د حکومت هغه پروګرام چې د اجراآتو په بنا د هوا د کیفیت د ښه کولو او اصلاحاتو په مقابل کې د ښارونو ادارې تقدیرول، په سم لوري یو ښه قدم دی.
صنعتکاران او کورنۍ هم مشوقاتو ته اړتیا لري. بېجنګ د مثال په توګه، د ملي حکومت تمویلول وکارول تر څو د پروسې په پای کې د اصلاحاتو لپاره د انرژۍ د تولید او صنعت نورو فابریکو د بیا رغونې او عصري کولو لپاره سبسایدي ورکړي، زاړه موټرو سکرپ یا تخریب کړي او کورنیو ته چې د ډبرو سکرو سوځولو بخارۍ په ګاذي او یا برقي سیستم بدل کړي. د مکسیکو ښار موټر لرونکو ته نیغ په نیغه د نا موثرو موټرو د تخریب په مقابل کې پیسې ورکړل شوې او هم ېې د لږې خرچې قرضونه ورکړل چې خپل موټر اصلاح او یا نوي موټر رانیسي. مالي مشوقات او له هغو بېړنیو محدودیتونو چې له صنعتي کارخونو غواړي چې خپل تولید کم کړي کله چې د هوا ککړوالی اعظمي کچې ته ورسېږي، خلاصون هم معرفي شوي وو. د نویمو ( ۱۹۹۰) کلونو په اخر کې، د ډیلي حکومت مالي مشوقات معرفي کړل تر څو ۱۰،۰۰۰ بسونه، ۲۰،۰۰۰ ټکسي موټر، او ۵۰،۰۰۰ دری عرابه یي وسیلې (ریکشاوې) له تیلي سیستم څخه په ګاذي سیستم واړوي، کوم چې له فوسیلي تیلو کم دود تولیدوي.
- یو هراړخیزه او سیمه ایزه کړنلاره غواړي چې اغیز لرونکي نهادونه له سکتورونو او ادارو ور اخوا یو ځای سره کار وکړي.
د هوا ککړوالی کوم سرحد، سیاسي او اداري کرښه نه پېژني او د یوې هوا په بنسټ مدریتي روښ غواړي. دا بیا په خپل وار سره داسې یوه کړنلاره غواړي چې له اداري واحدونو او مسؤلیتونو څخه وراخوا وي او محدودیت ورباندې ونه لګول شي. د سترمکسیکو د چاپېریال ساتنې کمیسیون د فدرالي دولت د چاپیریال، روغتیا، ترانسپورت چارواکي، د مکسیکو د ښار او د ګاونډیو ایالتونو د ۲۲۴ ښاروالیو مکسیکو، هیدالګو، موریلوس، پوبېله او تلکسکله له ځايي چارواکو سره یو ځای کړل. یو ځای، دوی په ګډه د مکسیکو د ښار ساحه او هوا تعریف کړل او د هوا د کیفیت د ښه کولو لپاره یې همغږي قدمونه واخیستل. د هوا ټیت کیفیت له زیاتو سرچینو راپیدا کېږي – کورنۍ، کلیوالي او ښاري اوسیدونکي، د ترانسپورت صنعت، د انرژۍ او کرنې سکتور – د ټولو نهادونو په یوه ګډ جوړښت کې راوستل اړتیا ده کوم چې د ټولو سکتورونو تر منځ همغږي اسانوي. په چین کې د چاپېریال ساتنې وزارت ( اوس د انرژۍ او چاپېریال ساتنې وزارت)، صنعت او د معلوماتي تکنالوجۍ، مالي چارو، د کور جوړولو او کلیوالي پراختیا، د ملي انکشاف او اصلاحاتو کمیسیون او د ملي انرژۍ ادارې، ګډ کار وکړ تر څو د ښاري هوا د ککړوالي د مخنیوي او کنترول لپاره یو پنځه کلن د عمل پلان جوړ او اعلان کړ. دا سیمه د «جنګ جن لي » ساحې چې د بېجنګ شاوخوا سیمې په ځان کې رانغاړي او د بېجنګ ښاروالي، تیانجن ښاروالي، د هوبې ښار او هنان، شانکسي، داخلي منګولیا او شندانګ په کې شامل دي.
د دې نوي کار په هکله هڅوونکې او غوره خبره داده چې دا موږ ته راښيي چې د سمو پالیسو، مشوقاتو او معلوماتو په مرسته د هوا کیفیت تر ډېرې کچې اصلاح کېدی شي، په ځانګړې توګه څرنګه چې هېوادونه غواړي د کرونا تر وبا وروسته بېرته پاک انکشاف وکړي. که څه هم کومه نقره ای ګولۍ (حل لاره) او کومه معجزه نشته ده او د هوا د ککړوالي غمه خوړل د ټولو سکتورونو ور اخوا د هراړخیزه پروګرامونو له لارې هر اړخیزه دوام لرونکې ژمنتیا او سیاسي اراده غواړي. په نړیوال بانک کې، موږ ژمن یو چې له حکومتونو سره کار وکړو کله چې دوی د هوا کیفیت مدیریت کوي، تحلیلي کار ورته برابر کړو، تخنیکي مرستې ورسره وکړو او که اړتیا او غوښتنه وه د مالي مرستو او قرضو ورکړه ترسره کړو تر څو له ښارونو سره مرسته وکړو چې په سم لوري روان شي.
د ژباړن نتیجه اخیستنه
- د ښارونو د هوا مدیریت او پاک ساتل یوه پېچلې او څو اړخیزه او څو سکتوري مسئله ده
- د عوامو غوښتنه او تقاضا د ښاري هوا په ګډون د ټولو اصلاحات تومنه ده. نو که عوام بیدار شول چارواکي اړباسي چې اصلاحات راولي.
- ریښتیني رهبران هم داسې شرایط برابروي چې د عامه ذهنیت په جوړونه او غوره پالیسیو سره اصلاحاتو ته لاره هواره کړي. ځکه په هره ټولنه کې ځان او د خپلو ګټو غوښتونکي زورمندان له اصلاحاتو سره مخالفت کوي او باید ورسره ستراتېژيک چلند وشي او په کراره خلع سلاح شي.
- اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اهمیت ورنه په دری واړو ښارونو کې له ورایه ښکاري.
- نو اصلاحات راوستل یوه پروسه ده، ښو پالیسیو، رښتینولۍ، پوهې، ښو کادرونو او غوره ذعامت ته اړتیا لري.
د دې په هیله چې پاک او ښکلي ښارونه ولرو!