Home+د چیلي ولسمشر د ماسک نه تړلو له کبله درې نیم زره...

د چیلي ولسمشر د ماسک نه تړلو له کبله درې نیم زره ډالره جریمه شو

تاند(شنبه، د قوس ۲۹) د نړیوالو رسنیو راپورونو له مخې د چیلي ولسمشر سباسټین پینېرا وروسته له دې چې په ساحل کې یې یو داسې عکس خپور شو چې ماسک یې نه و کارولی ۳۵۰۰ ډالره جریمه شو.

د چيلي ولسمشر سباسټین پینېرا عکس چې په ساحل کې ګرځیده په خواله رسنیو کې خپور شو او ګڼې تبصرې پرې وشوې.

ددې عکس خپریدو وروسته نوموړی د ماسک نه تړلو له کبله ۳۵۰۰ ډالره جریمه شو.

په دې تړاو هغه وویل، دا عکس يې په داسې حال کې اخیستی دی چې په ساحل کې یوازې پلی ګرځیده، خو یوې ښځې وپیژانده او د سلفي اخیستو غوښتنه يې ترې وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې چيلي کې د کرونا مثبتې پیښې مخ په زیاتیدو دي او په یاد هیواد کې په عمومي ځایونو کې د ماسک تړلو سخت قوانین وضع شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...