په دې خبره ټول همغږي دي چې جنګ انسانان او انساني ټولنې تل زیانمنې کړي او زیانمنوي يې. جګړه ویجاړي، بدرنګي او بدمرغي ده.
هیڅ شی د جنګ د ويجاړۍ جبران نه شي کولای، ځکه جنګ غل او ډاکو له منځه نه وړي، بلکې زیږوي يې. جنګ د پرمختګ مخه نیسي او انسانان له بدمرغیو سره مخ کوي. کرنې، صنعت او ټول مدني بنسټونه د تورو تيارو کندې ته ور غورځوي.
کلاوزویتځ جګړه داسې تعریفوي:
«زموږ غوښتنو ته د دښمن د اړ ایستلو لپاره له تاوتریخوالي ډک اقدام ته جګړه وايي.»
دا څرګنده خبره ده، چې تاوتریخوالی د نورې بدمرغۍ، د نورو د زیانمنېدو او د ویجاړۍ لامل کېږي.
سره له دې چې انسانان د جنګ او جګړو د ناوړه اغیزو په هکله بشپړ معلومات لري، خو بیا هم جنګ او جګړو ته لاس اچوي او د دې پر ځای چې خپلې کشالې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي، جنګ او جګړو ته مخه کوي. د تاریخ په اوږدو کې چې کومې جګړې شوي او یا تېرې شوې دي، پایله يې بریا نه بلکې یوازې او یوازې وراني او خرابې وه او هيڅوک د جګړې په واسطه خپلو موخو ته نه دي رسیدلي، که رسېدلي هم دي، ځان یې هم په دې جګړه کې زیانمن کړی دی.
که د شلمې پېړۍ جګړو ته نظر وکړو هیڅوک په کې فاتح نه وو. اتریش، هنګري او المان چې لومړۍ نړيواله جګړه يې پیل کړه، په خپله په کې مات شول، د هټلر د واکمنۍ پر وخت جرمني بې له قید او شرطه تسلیم شو او هیواد يې هم بشپړ وځپل شو. د شمالي کوریا یرغل هم کومې د بریا پایلې نه لرلې، د ویتنام په جګړه کې هم امریکایان لخ ټول قوت سره د ناکامۍ پر خوا لاړل او د ویتنام ټپونه تر اوسه هم د رغولو نه دي.
د اسرائیلو او عربانو تر منځ په څلورو جګړو کې کوم زیان چې عربو ته ورسېده تر اوسه يې د جبران په لارو چارو نه پوهېږي. پاکستان په خپلو غلطو سیاستونو سره د هند سره په جګړه کې دوه ټوټې شو. په ۱۹۸۱ میلادي کال د عراق له پاره پر ايران یرغل په را وروسته کې د بربادۍ پیلامه شوه.
که ښه ورته ځیر شو چا چې جنګ پیل کړی، په خپله په کې خراب شوي دي. پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان د یرغل په پایله کې ټوټې- ټوټې او پر ۱۵ هیوادونو وویشل شو. دا د جنګ او جګړو پایله او نتیجه ده.
نو ولې جنګ؟
ځینې انسانان په دې باور دي چې انسانان په طبعي توګه یو جنګي موجود دی. دوی دا استدلال کوي چې که انسانان په طبعي توګه جنګي موجود نه وای نو د تاريخ په اوږدو کې به يې دومره جګړو ته لاس نه و غزولی.
کانټ به ویل:
«انسانان له کاږه لرګي نه جوړ موجودات دي.»
که چیرې دا ومنو چې جنګ د انسانانو طبعي میلان دي، بيا هم انسانانو کولای شول چې د وخت په تېرېدو په دې ناوړه میلان کې کموالی راولي، دوی کولای شول چی پر خپل سالم عقل يې کم او یا يې کاملا نابود کړی وای.
د بېلګې په توګه په ډېرو پخوانیو زمانو کې انسانانو د انسان له غوښو ګټه پورته کوله، له دې سره به انسانان د خپل محرم سره ويده کېدل. سپین پوستو به تورپوستان مريي کول او هغوی ته به يې د دويمې او درېيمې درجې انسانانو په سترګه کتل، خو اوس ګورو چې دا هر څه د اوسنیو انسانانو په نزد مردود دي.
ژان ژاک روسو وايي:
«انسانانو په طبیعي حال کې جنګ نه پېژانده، خو دوی د بدو شرايطو له مخې جنګ ته وهڅول شول.»
د بدو شرایطو عوامل هم له اقتصادي نیولې، تر سیاسي تحولاتو پورې- بېلابېل دي.
مارګريت میید وايي:
«جنګ یوازې یوه اختراع ده، نه طبیعي میلان.»
که جنګ طبیعي میلان وای انسانانو به جنګ هم لکه د نورو طبیعي ضرورتونو په څېر په منظم ډول کولای.
دولتونه يا ډلې هغه وخت جنګ ته لاس اچوي چې وغواړي یوه کشاله د زور له لارې حل کړي. خو اوس ډیر ملتونه په دې هڅه کې دي چې څرنګه خپل هيوادونه او خپلې سیمې له جګړو وساتي او ډېرې کشالې د خبرو له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو اداره هم تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په همدغه پلمه رامنځ ته شوه. اروپايي اتحادیه يې هم ستره بيلګه ده، دواړه نړیوالې جګړې په اروپا کې رامنځته شوي، خو اوس يې اوسيدونکي د جګړې د مخنيوي له پاره د یو او بل سره د تفاهم لاره نیسي، که څه هم حکومتونو یې په هغو جګړو کې ډېرې وژنې کړي، سخت اختلافات یې سره درلود، خو اوسني نسل یې هغه پخواني تاریخونه څنډې ته کړي او د ګډ تفاهم تر چتر لاندې خپلو ګټو ته په پام سره سوله ییز او ګډ ژوند لري، دوی ګډ پولي واحد، ګډ پارلمان او ګډې ګټې رامنځته کړلې، چې په همدغو ګټو سره تړل شوي دي، ګډ او په سوله کې ژوند خوښوي. د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي له پاره تړونونه رامنځ ته کوي او د اټومي وسلو پر جوړولو بندیز لګوي، ځکه پرون یې که بقا په جګړه کې وه، نن یې ګټې په اتحاد کې دي.
زما په باور که انسانان د جنګ استعداد لري، بیا خو د سولې استعداد هم لري. د دې پر ځای چې خپل استعداد د جنګ لپاره نوکر کړي کولای شي خپل استعداد د سولې لپاره سالار کړي.
هغه ټولنې چې انسان او انسانیت ته په کې ارزښت ورکول کېږي، تشدد او جنګ ته زړه نه ښه کوي. همدا افراد دي چې د يوې ټولنې بنسټ جوړوي، په فکري لحاذ د افرادو وده او انکشاف د ټولنې د انکشاف او خلکو د نېکمرغۍ لامل ګرځي.
زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د فکري لحاظه د اوسېدونکو وروسته پاته والي، بېکاري او په دې باور چی افغانان په جګړو کې زړور او نه ماتېدونکي دي، جګړو ته مخه کوي او کلونه کلونه بې له دې چې د هیواد لپاره د پرمختګ او یا هوساينې کومه پايله تر لاسه کړي دوام ورکړي.
سمه ده چې موږ سکندر ته په افغانستان، په ځانګړې توګه په کونړونو کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي او په خپله سکندر څو ځلې ټپي او ډېر ستړی شو، خو اوس هم هېواد يې د پرمختګ په لوړو پوړيو کې ژوند کوي.
نور که لیری لاړ نه شو او انګریزانو ته چې موږ ورته کافر او پرنګي وايو، د نړۍ خلک يې د هیواد په ليدلو نه مړېږي او موږ يې یوازې په راپاته شویو کنډوالو ویاړو.
روسان مو مات کړل، ښه کار وشو، خو که د مسکو پرمختګ او ښکلا وګورو، عقل به ورته حیران شي. موږ يې پر راپاته شویو ټانکونو وياړو.
جنګ او جګړې مو ډېرې تجربه کړي، راځئ یو ځل سوله، په ګډه او په سوله کې اوسېدل تجربه کړو. وبه ګورو چې د هیواد له پاره جنګ ښه دی او که سوله.
په سوله کې د خدای ج رضا حاصلېږي او د یو کس په وژلو کې ځمکه او اسمانونه ټول ژاړي. په سوله کې ژوند وي او په جګړه کې مرګ. سوله غله او داړه ماران په دار کوي او جنګ يې لا چاغوي.
زما په باور له جنګ څخه سوله ښه ده، جنګ دې ورک شي او نوم دې یې ورک شي.