جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وايي، افغانان تیار دي چې په خېمه او یخه هوا...

ولسمشر غني وايي، افغانان تیار دي چې په خېمه او یخه هوا کې هم د سولې خبرې وکړي

تاند (دوشنبه د قوس ۲۴) ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو دې د افغانستان په داخل کې تر سره شي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د کابینې په ناسته کې وکړې او د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب د هغو خبرو ملاتړ یې وکړ چې دوه ورځې وړاندې یې طالبانو ته په کور د ننه د سولې د خبرو وړاندیز کړی و.

نوموړی وايي: «موږ دې ته ترجيح ورکوو چې د سولې مذاکرات په  هېواد کې د ننه وشي او په دې برخه کې د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب د څرګندونو او وړانديز ملاتړ کوم.»

هغه زیاته کړه: «دا چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د ننه دي، نو ولې په خپله خاوره کې مذاکرات نه کوي؟»

دده په خبره حکومت تیار دی چې د افغانستان په هره سیمه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

نوموړي په یاده ناسته کې وویل، اوس د دې وخت نه دی چې په عصري هوټلونو کې د سولې لپاره شرایط وټاکو، افغانان تیار دي چې په خېمه او یخه هوا کې هم د سولې خبرې وکړي.

ولسمشر وویل: «اړينه ده څو خلک له نږدې وګوري چې مذاکرات څه ډول ترسره کېږي او پر کومو موضوعاتو خبرې کېږي او ولې؟»

تر دې دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم ويلي و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد په داخل کې تر سره شي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

د ښاغلي محب په خبره دولت د ځای په اړه کوم اعتراض نه لري او که طالبان وغواړي دوی کولی شي چې هملته د خبرو لپاره په بشپړه توګه امکانات برابر کړي.

دا خبرې په داسې مهال مطرح کېږي چې په قطر کې تر درېيو مياشتو له بين الافغاني مذاکراتو وروسته د افغان دولت او طالبانو مرکچي ډلو د درې اونیو لپاره د ځنډ خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې افغان پلاوى به ډېر ژر کابل ته د نورو سلا مشورو لپاره راستون شي.

د مذاکراتو لومړی پړاو د روانې قوس میاشتې په ۲۲مه نېټه پای ته ورسېده او ټاکل شوې چې د افغان سولې خبرو دویم پړاو د راتلونکې جدي میاشتې په ۱۶مه نېټه بېرته پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب