شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+هغه متن چې تر ټولو د غوره متن جایزه وګټله| ژباړه:...

هغه متن چې تر ټولو د غوره متن جایزه وګټله| ژباړه: دولت وزیري

هغوی چې صاف ویښتان لري، خپل ویښته توني شکله کوي، هغوی چې ویښته یې توني شکله وي، خپل وېښته سیده یا صافوي.

ځینې کسان هیله لري، بهر ته لاړ شي، هغوی چې په بهر کې دي، غواړي هېواد ته ستانه شي، ځکه زړونه یې نري دي. د وطن لپاره سندرې وايي.

مجردان غواړي ودونه وکړي.

واده کړي کسان هیله من دي چې مجردان وي.

ځینې کسان د دارو درملو په مرسته غواړي د امیندوارۍ/ ماشوم په نس کېدو مخه ونیسي، ځینې نور بیا دارو درمل خوري چې ماشوم یې وشي.

ډنګر کسان غواړي چاغ شي.

چاغ کسان تل افسوس کوي چې ولې ډنګر نه دي.

هغوی چې کارونه لري، له خپلو کارونو شکایت لري.

وزګار کسان بیا په کارونو پسې ستړي دي.

نېستمن کسان ارمان کوي، چې شتمن شي.

شتمن کسان بیا افسوس کوي چې ولې د نېستمنو کسانو په څېر صمیميت او ذهني سکون نه لري.

مشهور کسان هڅه کوي چې ځان د نورو له نظره پټ وساتي، عادي خلک بیا غواړي چې مشهور شي او هرڅوک یې د لیدلو ارمان وکړي.

تورپوستي هیله من دي، سپین پوستکی ولري او سپین پوستي کسان بیا غواړي چې غنمرنګ ښکاره شي.

خو هېڅوک نه پوهېږي چې د خوښۍ فورمول بل شی دی:

«د هغه څه قدر وکړئ چې لرئ یې، خوند ترې واخلئ.»

ذهني قوانین وايي:

«نېکمرغي یعنې رضایت او شکر ادا کول.

مهمه نه ده، چې څه لرئ، څومره یې لرئ، مهمه دا ده هغه څه چې لرئ، شکر یې وباسئ.

په دې توګه به «نېکمرغه» یې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب