شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د اسلام او طبابت ترمنځ کومه اړيکه شته؟

د اسلام او طبابت ترمنځ کومه اړيکه شته؟

 انسان ته د نړۍ د ټولو مخلوقاتو په نسبت غوره او د اشرف المخلوقات لقب ور کړل شوي دی.
الله ج انسان له ډیرو نعمتونو سره خلق کړی دی چې تر ټولو ستر نعمت یې عقل او منطق دی.
الله ج د قران کریم د لومړني آیت نزول د إقراء ( ولولئ) په امر سره کړی دی.
او له انسانانو څخه یې غوښتنه کړې چې علم حاصل کړي , پلټنې وکړي او د اسلامي قوانینو او د الله ج له قدرتونو ځان خبر کړي!

د اسلام په مبارک دين کې په نارینه او ښځینه وو باندې زده کړه فرض شوي ده.
چې د دغو زده کړو تر ټولو غوره يې د دین علم دی.
چی د دین له علم څخه وروسته د طب علم ته دویم مقام ورکړل شوی دی.
د اسلامي فقهې ستر عالم امام شافعي رحمه الله په اسلام کې د طب علم د ارزښت په اړه داسې فرمایی:- د حلال او حرام (د فقهې علم) څخه وروسته زه د طب علم څخه بل غوره علم نه وینم.
همدارنګه د اسلام په مبارک دین کې د انسان جسمي او روحي سلامتيا ته ډير ارزښت ورکړل شوی دی.

نو په دې توګه د دیني او طبي علومو په حاصلولو سره د انسان جسمي او روحي سلامتيا خوندي ساتل کیږي.

په کومه اندازه چې په اسلام کې د طب علم ته ارزښت ورکړل شوی دی په بل هیڅ کوم دین او مکتب کې نه دی ورکړل شوی.

د دې ارزښت د اثبات لپاره ځینې دلاېل په ګوته کوو:

الف:- قران کریم
په قران عظیم شان کې د طب علم او انسان ژغورنې په هکله ښکاره آياتونه نازل شوي دي، د بیلګې په ډول:

۱- الله ج په قرانکړیم کی فرمایي(ومن احياها فکانما احياالناس جمیعا.سورة المائده آیة ۳۲) ژباړه: او هر چا چې د يو انسان ژوند وژغوره؛ داسې دی لکه د ټول بشریت ژوند يې چې ژغورلی وي.
ددې مبارک آيت په نازلیدو سره د طب علم ارزښت په ښکاره ټکو بیان شوی دی.

۲- الله ج فرمايلې دي : وننزل من القران ما هو شفاء و رحمت المومنین ( سورة الاءسراء آية ۱۸)
ژباړه: موږ قرآن عظيم الشان در ليږو چې ؛ شفاء او رحمت د مومنانو لپاره دی.
په دې مبارک آیت کې قرآن کريم د شفا په ډول معرفي شوی دی.
چي د طبي علومو د ارزښت ښکارندوي دی.

۳- الله ج په قرانکریم کې فرمايي: کلو وشربو ولا تسرفو(سورةالاءعراف آية ۳۱).
ژباړه: وخورئ وڅښظ او اسراف مه کوئ.

د اسلام د مبارک دین عالمان وايي چي ؛ که چيرې په اسلام کې د طب په اړه نور هیڅ لارښوونې نه وای؛ د روغتيا د لارښوونې لپاره يواځې همدې مبارک آيت بسنه کوله.

ب_ د نبي کریم ص حدیثونه
د حضرت محمد ص په زياتو حدیثونو کې د طب د علم ارزښت په ډاګه شوی دی د بيلګې په ډول یې دلته ځینې بیلګې وړاندې کوو:

۱- له جليل القدر صحابي جابر رض څخه روايت دی چې رسول الله ص فرمايلې دي :- د هرې ناروغۍ لپاره درمل شته.
او که چيرې درمل له ناروغۍ سره مطابقت وکړي؛ نو ناروغ به د لوی عظمت لرونکي ذات ( الله ج) په مرسته صحتمند شي.

۲- په يو بل حديث شریف کې له اسامه بن شریک رض څخه روایت دی چي يوه ورځ زه د ښکلې محبوب رسول الله ص تر څنګ ناست وم، د لارې څو تنه لارویان راغلل له پیغمبر ص نه یې وپوښتل چې آيا موږ درملنه وکړو؟
حضرت محمد ص ورته په ځواب کې وويل : هو ای د الله ج بنده ګانو! تاسې درملنه وکړئ ځکه الله ج هیڅ داسې ناروغي نه ده خلق کړې مګر دا چې د هغه دوا یې هم خلق کړې ده. بغير له يو مرض څخه چې هغه زړښت دی.

له پورتني مبارک حديث شريف څخه دا څرګندیږي چې الله ج هیڅ داسې ناروغي نه ده خلق کړې چې د هغې دوا موجوده نه وي.
تر دې پورې هغه ناروغي چې تر اوسه لا علاجه ښودل شوې ده؛ هم د معالجې وړ دي.
او داسې ورځ به هم راتلونکي وي چې ددې لا علاجه ناروغيو هم درملنه وشي ان شاءالله.

۳- په يو بل حديث شریف کې راغلې دي چې؛ یو کس رسول الله ص ته راغی او ورته یې وويل چې زه طبيب يم. رسول الله ص ورته وفرمايل: ته ملګری يي او الله ج طبیب دی.
په پورتني مبارک حدیث کې ۳ ټکو ته پاملرنه شوې ده:
۱- د طب د علم ارزښت او دا چې طبيب یواځې د الله ج صفت دی.
۲- اصلي او حقيقي طبیب يواځې الله ج دی.
۳- يو مسلمان ډاکټر بايد د هر ډول توپيرې چلند( تبعيض) څخه پرته ؛ له ناروغ سره ډيره صمیمانه او دوستانه سلوک وکړي.
او د ناروغ سره د ملګري په څير اوسي.
او يو مسلمان ډاکټر بايد زړه سوانده, مهربانه او تر څنګ یې د ښکلې او حمیده اخلاقو درلودونکی وي.

هغه څه چې نړۍ يې اوس څيړي او اسلام څو پيړۍ مخکې ثابته کړی دی:

د الله ج په رحمت او مهربانۍ سره موږ د داسې دين پيروان يو چې په هغې کې د ژوند هر اړخ څیړل شوی دی او ټول بشريت ته پکې هدايت شوي دی.
الله ج په قرانکریم کی فرمايلي: ( موږ په قران کريم کې هيڅ شی پټ نه دی پريښی )

د نړۍ ستر پوهان هغه څه کشف کوي چې په قران کريم کې کلونه مخکې بيان شوي دي.
د بيلګې په ډول يې ځینو ته اشاره کوو:

۱- د اسلام مبارک دين کلونه مخکې د يو ښه طبیب صفات بيان کړې دي.
دا چې يو مسلمان ډاکټر بايد نيک اخلاقه٫ نرم زړه٫ بشپړه پوهه٫ قوانینو ته احترام ٫ ناروغ ته درناوی، د ناروغ د راز ساتل او داسې نور صفات ولري.
همدا قوانین په دې وروستيو کلونو کې د روغتیا د نړيوال سازمان لخوا هم وضع شول.

۲- ورستنيو طبي څيړنو ثابته کړه چې د ويده کيدو په وخت کې په کيڼ اړخ څملاستل په زړه باندې د فشار راتلو او په نتيجه کې د زړه د مختلفو ناروغيو سبب ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې څو پيړۍ مخکې زموږ خوږ پيغمبر په يو حديث شريف کې بيان کړی دی: کله چې تاسې ویده کیږئ نو په ښې اړخ څملي تر څو صحتمند اوسي.

۳- د اسلام مبارک دين کلونه مخکې د هر ډول نشه لرونکي موادو لکه شراب ٫ تریاک ٫ پوډر … خوراک په کلکه منع کړي دی ځکه چې د انسان صحت ته ضرر رسوي او همدارنګه د ځینو حيواناتو خوړل یې هم منع کړې دي.
کوم چې د انسان صحت ته ډیر زيات مضر تمامیږی.
نو وروستيو طبي څیړنو هم وښودله چې د نشه لرونکو موادو استعمال او د ځینو حيواناتو د غوښې خوراک د انسان بدن ته خورا زيات ضرر رسوي.

نو په دې توګه د يادولو وړ ده چې قرآن عظيم الشان د پټو رازونو خزانه ده.
په نړۍ کې د مختلفو څيړنو په پايله کې هيڅ داسې کشف نه دی شوی چې هغه له مخکې په قرآن کې بيان شوی نه وي.
اړينه دا ده چې موږ د الله ج په مبارک کلام غور وکړو او ورباندې ځان پوه کړو.

د نړۍ مشهور عالم او مخترع آدیسن چې تر ټولو زياتې څیړنې، کشفونه او اختراع ګانې کړې دي.
تر مرګ وروسته يې د ځینو کسانو له خوا د نوموړي کتابتون ولټول شو.
او په هغې کې د قرآن کريم د سورة نور ځینې مبارک آيتونه وموندل شول.

نو دلته د وياړ ډکه خبره دا ده چې موږ د نړۍ تړ ټولو غوره دين او مذهب لرو.
موږ ته را ليږل شوې کتاب د نړۍ د هر پټ راز خزانه ده.
اړتيا دا ده چې موږ حرکت وکړو، پلټنه وکړو او ټولې نړۍ ته دا په ډاګه کړو چې اسلام د نړۍ بهترين دين دی.

ليکنه: ډاکټره پلوشه «حليم»

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    خور آغلې ډاکټرې صاحبې پلوشه حلیم !
    په قلم مو برکتونه. حقیقتاََ طبیب او شافي لوی خدای ج. دی . تاسو او مونږه ډاکټران هسې وسيله یو . البته د مډیسن علم هره څانګه اوس یو بحر دی خصوصاََ د نوې تکنالوجۍ د رواجیدلو سره په تشخيص او تداوۍ کښې.
    یو څه چې غواړم ستا په لیکنه کې زیات کړم :
    په قرآن کریم کې د انسان د لمړۍ نطفې څخه تر انساجو ، اعظاءو اوجهازاتو یا سیستمونو په ترتیب د علقې، هډوکو ، عضلاتو ، جلد یا پوستکي ا.د.ن. ،چې د امبریالوژي ، هستالوژي او آناټومي څانګو د څیړنو موضوعات دي ،په غټو ټکو تشریح کړي دي .
    همدارنګه د نظافت او پاکۍ ؛ سپورت په هکله هم ؛له اودس او غسل نیولې تر سُتره لباس اغوستلو او د حلال او طیب خوراک پورې د حفظالصحې یا هایژین او وقایوي طبابت اصول ۱۴۰۰ کاله مخکې بیان کړي دي .
    د ځينو انسانانو د دې قوانینو نه مراعاتول همدا اوس د نړیوالې وبا یا پاڼډیمي (کورونا) سبب سوی دی.
    له توجه مو مڼنه / بروکسل ۱۵ ډسمبر ۲۰۲۰

  2. سلام
    ! په لنده کې :مړی په ژوندی او ژوندی په مړی بدلون کې داناتومی فزیالوزی بیالوژی ریاضی او نورو رشتو عینی برخی نشته
    که څه هم داکتر ساپی دغه مطلب ښه حلاجی کړی او څه نه دی په کې پاتی خو که اجازه وی زه به هم دغه عالی لیکنه کې له تاسې سره برخه واخلم په اسلام کې علم دسپلین لری او دسپلین بیا له خبل کور څخه بیل کیږی دغه دسپلین علم او پوهه ده چې اته ځانګړې برخې لری : انسانی سیانس،طبیعی سیانس،ریاضی، زوړ اوپخوانی سیستم ،تاریخ، اخلاق اوهنر بیا هره برخه د جی پی اس به دول نقشه او نښانې لری چې له خلق الانسان ما لا یعلم سره مرسته کوی .بېګناه ،عاجز ،بې کبره ، بې ضرره اوله حیلو اوبلمو بهر انسن ته داشرف المخلوقات لقب عنایت کوی ایا په بل دین او ایین کې دا امتیاز شته ؟
    کور اباد
    اخلاق او پاکی په اسلام کې بشپړ عفت دی عدالت او مساوات ستره ترازوده هویت او بنه به هیڅ صورت انحصار نه منی او د فرعونتوب په وړاندی کلکه مبارزه کوی .ابن سینا په کوم وخت جراح تیرشوی داسلام په نوم بدمرغیو تباهیو او ناپوهیوته لمن وهل دقضیی بل اړ دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب