تاند (دوشنبه د قوس ۲۴) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل ښاروالۍ د ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت غصب شوې ځمکې بېرته د غاصبینو او قانون ماتونکو څخه راخلاصې کړې دي.
ښاغلي صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، یو شمېر خلکو فکر کاوه چې موږ د وړو کارونو شاه نیولې، خو په وینا یې د همدې وړو کارونو له امله د ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت غصب شوې ځمکې له غاصبینو او قانون ماتونکو راخلاصې شوي دي.
نوموړی وايي، خلک تمه لري چې کابل ښار د اروپا د ښارونو په شان پاک وي، خو په خبره یې دا کار هغه وخت شونی دی چې ښاریان خپل مسؤلیتونه وپېژني.
دده په خبره چې د ښار د پاکوالي موضوع یوازې په ښاروالۍ پورې محدوده نه ده، نو کله چې موږ د اروپایانو په شان پاکوالی او ښاري اخلاق مراعات کړل، کابل به تر اروپايي ښارونو هم ښکلی او پاک شي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او د موسمي بارانونو له امله د کابل ښار په ډېرو سیمو کې اوبه ډنډ کېږي چې کابل ښاریان یې لامل د کانالېزاسیون نه موجودیت په ګوته کوي.
د کابل ښاریانو په خبره د کانالېزاسیون او اوبو د تخلیې د منظم سیستم نه موجودیت دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي او وايي چې په دې ښار کې د لوړپوړیزو ودانیو او ښارګوټو په جوړېدو سره لا هم دغه ښار د اوبو رسونې منظم سیستم او کانالېزاسیون نه لري.