یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهملي امنيت ننګرهارکې یوځانمرګی بريدګرموخې ته تر رسېدو وړاندې نيولی

ملي امنيت ننګرهارکې یوځانمرګی بريدګرموخې ته تر رسېدو وړاندې نيولی

تاند ( دوشنبه، د قوس ۲۴)  د ننګرهار ولایت چارواکي وایي د ملي امنیت ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې نيولی دی.

والي ضیاءالحق امرخېل تاند وېب پاڼې ته وویلې چې، یا کس له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ سره د اچین په باندر درې سیمه کې نيول شوی دی.

امرخېل وایي نیول شوی ځانمرګی بریدګر سعادت نومېږي چې په خپل جرم يې اعتراف هم کړی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو اچین کې د ځآنمرګي برید په موخه دوه چمتو شوي واسکټونه کشف او تر لاسه کړي وو.

داعش وسله والو د چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم په دې وروستیو کې چارواکي دخپلو لاسته راوړنو خبرونه ډېر خپروي خو عام خلک بیا پر حکومت د بې غورۍ تور پورې کوي.

دوی وروستیو پېښو ته په اشارې وایي که حکومت له وړاندې د دا ډول پېښو مخنيوي تدابیر ولري هېڅکله به ولس او بې ګناه خلک ونه وژل شي.

عام خلک ځکه له نا امنۍ اندېښنه لري چې په وروستیو دوو اونيو کې په جلال اباد ښارکې هدفي وژنې ډېرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب