پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهمیررحمان رحماني د ۹۱ کوډ د مصرف څیړنې ته دوه اونۍ وخت...

میررحمان رحماني د ۹۱ کوډ د مصرف څیړنې ته دوه اونۍ وخت ورکړ

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۴) د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ددې جرګې مالي او بودجه يي کمیسیون ته دوه اونۍ وخت ورکړ تر څو د ۹۱ پالیسي کوډ بودجه يي مصرف وڅیړي.

رحماني د جرګې مالي او بودجه يي کمیسیون څخه وغوښتل، چې خپل کاري راپورونه ددې جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې مالي او بودجه يي کمیسیون لخوا د ۹۱ کوډ د مصرف د څیړنې وړاندیز د قاضي میر افغان صافی رييس او خواجه صدیق احمد عثماني ددې کمیسیون غړو له لوري د ولسي جرګې عمومي ناسته کې مطرح شو.

صافی وویل، چې د ولسي جرګې مالي او بودجه يي کمیسیون د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ مالي کلونو د ۹۱پالیسي کوډ د بودجې  مصرفولو پر څرنګوالې څیړنه کوي او پایله به يي ولسي جرګې ته به وړاندې کوي.

له دې سره سم د ولسي جرګې ځینې غړي ددې جرګې په نننې ناسته کې د ۹۱ پالیسي کوډ د بودجې مصرف څرنګوالې لپاره د یو ځانګړی کمیسیون را منځته کولو غوښتونکي شول، خو دا غوښتنه تایید نشوه.

دا پریکړه په داسې حال کې د ولسي جرګې لخوا ترسره کیږي چې د راپورونو پر بنسټ، ولسمشرۍ ماڼۍ په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د ۹۱ پالیسي کوډ له بودجې څخه په میلیونونو افغانۍ په غیر قانوني توګه د ځینې لوړپوړو چارواکو لخوا مصرف شوي دي.

1 COMMENT

  1. په اوسني دولت کې یو غل بل ته وايي چې ولې غلا کوې یا دې کړې، که اوس څوک رحماني ته ووايي چې ته څنګه د ولسي جرګې ریاست ته رسیدلی یې کیدای شي مسکی غوندې شي، خبره داده چې لوړ پوړي اکثر چارواکي مفسد دي یا د مفسدینو ملګري دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...