یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+نيوزیلینډ په ټېسټ سیاليو کې له هند مخکې شو

نيوزیلینډ په ټېسټ سیاليو کې له هند مخکې شو

تاند ( دوشنبه، د قوس ۲۴) د نیوزلينډ کرکټ ملي په دوهمه ټېسټ لوبه کې هم ويسټ انډيزته په ډېر لوی توپيرماتې ورکړه.

په دې بریا سره نيوزلنډ د آی سي سي په درجه بندۍ کې دوهم مقام خپل کړ.

په دې لوبه کې نیوزلينډ وېسټ انديزته په يوې پاڼۍ او دولسو منډوماتې ورکړه او له استراليا څخه يې وروسته په نړيواله درجه بندۍ کې دوهم ځای خپل کړ.

نیوزلنډ په لومړۍ پاڼۍ کې د ويليمسن په نشتون او هنري نيکولاس د ۱۷۴ منډو پرمټ ۴۶۰ منډې وکړې.

ويسټ انډيزکرکټ ملي لوبډلې په دوو پرلپسې پاڼيو کې ياد هدف پوره نکړ او لوبه يې په يوې پاڼۍ او دولسو منډو وبايلله.

د يادې لوبې غوره لوبغاړی نيکولاس او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی کين ويليمسن وټاکل شو.

نيوزېلنډ په يادو برياوو د کرکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې په ۱۱۶ نومرو له استراليا سره ځان برابر کړ او له هند سره دوه نومرې زيات شو چې په جدول کې يې پرته له توپيره استراليا سره ځان برابر خو دوهم مقام يې خپل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب