جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: ننګرهار کې د ليمو سږني حاصلات نږدې ۶ زره ټنه اټکل...

مسوولان: ننګرهار کې د ليمو سږني حاصلات نږدې ۶ زره ټنه اټکل شوی

تاند( دوشنبه، د قوس ۳۴) د ننګرهار ولايت ولایت د کرنې ریاست مسوولان وایي چې په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند او په زیات شمېر شخصي ليمو باغونه هم شتون لري.

دوی وایي سږکال د دې بڼوڼو حاصلات پنځه زره او نهه سوه ټنه اټکل شوی دی.

بڼوال هم خوښ دي چې سږني حاصلات یې ښه دي او ګټه به یې هم ډېره وي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د ننګرهار خاوره، اوبه او هوا د ليمو ونو پالنې او روزنې ته مناسبه ده چې کال تر بلې د ليمو بڼونه زياتيږي او حاصلات يې لوړيږي.

د دوی په خبره تېر کال په دې ولايت کې د ليمو حاصلات پنځه زره او سل ټنه وو؛ خو سږکال ورته د لازمې پاملرنې له امله حاصلات نږدې شپږ زره ټنو ته رسږي.

کرنیز پوهان وایي چې ننګرهار د مدیتراني اقلیم لرونکی دی او له همدې امله د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب