جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د سرېلانکا؛ لنکا ليګ کې د کولمبو پرلپسې برياوې په سيند لاهو...

د سرېلانکا؛ لنکا ليګ کې د کولمبو پرلپسې برياوې په سيند لاهو شوې

تاند( دوشنبه، د قوس ۲۴) د سرېلانکا سوداګریزې سیالۍ لنکا پرېمیرليګ په لومړۍ نيمه پایلوبه کې تر ټولو مخکښې لوبډلې کولمبو کېنګز له ګلاټي ګلاډيټرز څخه ماتې وخوړه او له پايلوبې څخه پاتې شوه.

کولمبو چې په ۸ لوبو کې يې شپږ لوبې ګټلې وې له ګالي ګلاډيترز چې يوازې دوی سيالۍ يې ګټلې وې مخ شوه او په دوو وېکټو يې ماتې وخوړه.

په دې سره کولمبو لوبډله له سياليو بهر او ګالي ګلاډيټرز وکولای شول چې په دوو برياوو ځان پایلوبې ته ورسوي.

په دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د قيس احمد اړوند کولمبو کېنګز وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې هدف وټاکه.

په لومړۍ پاڼۍ کې دي بل ډامانډ کولمبو ته ۷۰ منډې وکړې او ګالي ګلاډيټرز ته سنداکان درې ويکټې واخيستې.

ګالي ګلاډيترز ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د يادو سياليو پایلوبې ته يې لاره پيدا کړه چې د جافنا سټالين او ډمبولا وېکېنګ تر مينځ د سيالۍ ګټونکې لوبډلې سره به ترسره شي.

په ياده لوبه کې قيس احمد په څلور توپونو د يوې شپږيزې پر مټ ۸ منډې وکړې او په توب اچونه کې يې په څلورو اورونو کې د ۲۷منډو په ورکړې يو لوبغاړی وسوځاوه.

د يادونې وړ ده، چې د لوبې غوره لوبغاړي جايزه د ګالي لوبډلې لوبغاړي دنانجيا لکشن ته ورکړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب