جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملي دفاع وزارت: کندهار کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۵...

ملي دفاع وزارت: کندهار کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۵ طالبان وژل شوي

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۴) د ملي دفاع وزارت مسوولان زیاتوي چې، د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ، پنجايي او شاولی کوټ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د مخامخ نښتو پر مهال ۶۵ تنه طالبان وژلي دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو له طالبانو څخه یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم نیولي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسی خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

بل لورته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت داسې مهال لسګونه طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا کوي چې، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړې زور اخیستی او د عامو خلکو په خبره په ګڼو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم دفاع وزارت لسګونه وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې وه.

یاد وزارت ویلي وو چې د کندهار ډنډ، ژیړۍ،ارغنداب، میوند او شاه ولیکوټ اړوند سیمو کې امنیتي ځواکونو د نښتې پرمهال  ۵۱ طالبان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب