یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د لرې کېدو پریکړه بیرته واخېسته

پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د لرې کېدو پریکړه بیرته واخېسته

تاند( دوشنبه، د قوس ۲۴) د پوهنې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې، د دوی په وړانديز او د ولسمشر په تائيد سره د دغه وزارت په چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته احیا شو. خبرپاڼه وايي چې د پوهنې وزارت به د یوې مېرمنې په ګډون له پنځو دیني علماوو د اسلامي تعلیماتو عالي اجرایوي بورد جوړوي.

سرچینه زیاتوي چې د دې ترڅنګ به دوی د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته احیا کړي.

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د خلکو، ولسي جرګې او مشرانې جرګې د پرله پسې غوښتنو په اساس یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته دا وړاندیز وکړ او ولسمشر هم منلی دی.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د لغوه کولو طرحه وړاندې کړې وه چې د ولس له سخت غبرګون سره مخ شوه.

اوس یو شمیر د نظر خاوندان دا پرېکړه سمه او د پوهنې په برخه کې ګټوره بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب