Homeکلتورد ادب کور دویمه غونډه

د ادب کور دویمه غونډه

 راپور: هاشمي 

د ادب کور دویمه غونډه (پښتو شعر کې خودشناسي) ته ځانګړې شوې وه. غونډه د قران کریم په مبارکو ایتونو د ننګرهار پوهنتون، پښتو ژبې او ادب څانګې د ماسټرۍ  محصل  لخوا وشو. ورپسې د سید اصغر هاشمي لخوا بحث د لوی هندوستان علامه اقبال په دې بیت پیل شو: «خودی کو کر بلند اتنا که هر تقدیر سی پهلی ـ  خدا بندی سی خود پوچهی بتا تیرا رضا کیا هی»

د بحث لوی عنوانونه دا وو: خودشناسي څه ته وايي؟، په اسلام کې خودشناسي، په ارواپوهنه کې خودشناسي، امام غزالي او خودشناسي، د اسلام او ارواپوهنې د خودشناسي توپیرونه، پښتو ژبه کې د اسلام او ارواپوهنې له اړخه د خودشناسۍ مغالطه، خودشناسي او اسلام، خدای پېژندنه ځان پېژندنه، تصوف او خودشناسي او نور…

په بحث کې د اسلام او نورو ادیانو په اړه په خودشناسۍ بحثونه وشو او همدارنګه د پښتو ژبې هغه شعرونه چې د اسلام له اړخه د خودشناسۍ په اړه وو، یادونه وشوه او د ارواپوهنې په اړه  د هغو شعرونو یادونه وشوه چې په معنوي ډول د خودي په اړه وو.

په پای کې له پوښتنو مخکې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنمل ډاکتر طارق ذاکر په موضوع ډېرې نورې نوې خبرې اضافه کړې، همدارنګه د پیداګوژي ماسټر او د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې استاد راز محمد فیضي خپل نظریات شریک کړل، له دې وروسته پوهنمل شفیق الله رحماني هم د موضوع په باب نظر ورکړ، د هندي ادبیاتو استاد پوهنمل ډاکتر الکوزي صاحب هم د کار خبرې وکړې، د پښتو ادب د ماسټرۍ او لیسانس دورې محصلانو د موضوع اړوند پوښتنې وکړې، چې د سید اصغر هاشمي او ناستو استادانو لخوا ورته ځوابونه ورکړل شو، په پای کې موضوع د پوهنیار راز محمد فیضي لخوا په دعا پای ته ورسید او د راتلونکي بحث لپاره ډاکتر صاحب طارق ته د تصوف اوعرفان په توپير او تړاو د بحث موضوع ورکړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...