شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپشه يي قوم وايي، له جګړې سره هممهاله د سولې خبرې بې...

پشه يي قوم وايي، له جګړې سره هممهاله د سولې خبرې بې معنا دي

تاند (شنبه، د قوس ۲۲) د افغانستان پشه يي قوم نن په ننګرهار کې په یوه غونډه کې وویل، په داسې حال کې چې جګړه په شدت دوام لري، د سولې خبرې بې معنا دي.

دوی د سولې په خبرو کې د پاکستان رول د پوښتنې وړ وباله او ویې ویل چې طالبانو د دې لپاره بریدونو ته زور ورکړی چې په راتلونکي حکومت کې یې ونډه زیاته شي.

په غونډه کې، چې د پخواني جهادي قوماندان حضرت علي په کور کې جوړه شوې وه، د پشه يي قوم مشرانو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د افغانانو مرګ ژوبله پای ته ورسوي.

حضرت علي وویل«صدراعظم عمران خان د افغانستان سولې ته ښه نیت وښود خو پاکستان د سولې د بریالیتوب لپاره عملاً هیڅ ګام نه دی اخیستی.»

ده په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د لشکرطیبه د غړیو حضور د پاکستان د مداخلې نښه وباله او ویې ویل چې د سولې د خبرو له پیلېدو راوروسته طالبانو ته مرستې لا ډېرې شوې دي.

قومي مشرانو وویل، که طالبان سوله غواړي نو لومړی دې تاوتریخوالی کم کړي بیا دې اوربند وکړي.

دوی دا غوښتنې په داسې ورځ وکړې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې د جنورۍ تر پنځمې پورې وځنډول شوې.

دواړو خواوو نن اعلان وکړ چې د قطر د حکومت د مېلمه پالنې منندوی دي او د جنورۍ تر ۵ پورې خبرې ځنډوي.

په همدې حال کې نن د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان په هره سیمه کې چې دوی غواړي د سولې د خبرو بل پړاو دې دننه په هیواد کې ترسره شي.

دې ته په اشارې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې لویې ودانۍ نه شته ښاغلي محب ویلي چې دولت حاضر دی چې د سولې د خبرو لپاره ودانۍ جوړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب