Homeخبرونهدوحه کې د سولې مذاکرات په رسمي توګه د درې اونیو لپاره...

دوحه کې د سولې مذاکرات په رسمي توګه د درې اونیو لپاره وځنډېدل

تاند (شنبه د قوس ۲۲) په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونه وايي چې د سولې مذاکرات په رسمي توګه د درې اونیو لپاره وځنډېدل.

د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو په یوه مشترکه اعلامیه کې ویلي چې د اجنډا موضوعات زیاتو مشورو ته ضرورت لري او دواړو لوریو توافق وکړ چې د روانې ډسمبر میاشتې له ۱۴مې به د راتلونکي جنورۍ میاشتې تر ۵مې نېټې پورې وقفه وي.

په اعلامیه کې راغلي چې دویم پړاو مذاکرات به د جنورۍ میاشتې په پنځمه بېرته پیلیږي.

د سرچینې په خبره د بین الافغاني مذاکراتو دواړو خواوو د اجنډا د موضوعاتو ابتدایي ليستونه هم سره تبادله کړي او د موضوعاتو په اړه یې لومړني توضیحي بحثونه ترسره کړي.

دوی وايي دواړه لوري د قطر هیواد د دولت او ملت د ميلمه پالنې او لازمو تسهيلاتو برابرولو څخه مننه کوي.

د رسمي خبرو له پیل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه څو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي.

پر طرز العمل د خبرو په پيل کې ځيني اختلافات رامنځته شول چې بالاخره تېره اوونۍ دواړو لورو پر ٢١ ماده ييز طرزالعمل موافقه وکړه.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وړاندیز کوي چې د سولې خبرو پاتې پړاوونه دې د هېواد د ننه ترسره شي او زیاتوي چې د افغانستان حکومت به ورته ټولې اسانتیاورې برابرې کړي.

https://taand.net/%d9%85%d8%ad%d8%a8-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%8c%d8%b2-%da%a9%da%93%db%8c-%da%86%db%90-%d9%be%d8%a7%d8%aa%db%90-%d9%85%d8%b0%d8%a7%da%a9/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...