تاند (شنبه، د قوس ۲۲) د افغانستان حکومت وايي چې د امریکا سکن ایګل ډرون جوړوونکې کمپنۍ ته یې د ۱۵ ډرون یا بې پېلوټه الوتکو فرمایش ورکړی دی.
ایګل سکن د بوینګ په (Insitu) شرکت پورې تړاو لري چې راز راز ډرون جوړوي.
دې کمپنۍ په پیل کې د څارنې لپاره بې پېلوټه الوتکې جوړې کړې چې تر ډېره به د کبانو د څارلو او نیولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده خو وروسته یې د استخباراتي چارو لپاره د دغو ډرونونو پرمختللی ډول جوړ کړ.
په ۲۰۰۴ کال په عراق کې د امریکا پوځ په جګړې کې له دغو الوتکو کار واخیست.
دا ډرون الیکترواپټیکل کمرې لري او په داسې حال کې چې ۲۰ ساعته په هوا کې پاتې کېدای شي تر ۱۰۰ کیلومتره لېرې ځای پورې ارتباط ټینګولی شي.
دا بې پېلوټه الوتکه سره له دې ټولو ځانګړتیاوو ډېره کوچنۍ ده، یو متر او ۱۹ سانتۍ یې اوږدوالی او له وزرونو سره یې تر ۳ مترو یو څه ډېر پلنوالی دی. وزن یې ۱۸ کیلو ګرامه دی او د الوتلو لپاره الوتکرښې ته اړتیا نه لري. د الوزولو لپاره یې له یوه پړي او جرثقیل څخه کار اخیستل کېږي.
د سکن ایګل سرعت په ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره دی او تر ۱۶ زره فوټه پورې لوړېدای شي.