شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېخبریالي جرم نه ده| احسان سمون

خبریالي جرم نه ده| احسان سمون

په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب بنسټونه وايي، په تېرو شلو کلونو کې په ياد هيواد کې ۱۳۳ خبريالان په بېلابېلو سيمو او پېښو کې وژل شوي؛ سلګونه ټپيان شوي، وهل شوي او په مرګ ګواښل شوي دي.
د افغانستان غوندې وروسته پاتې هيوادونو کې چې ډېری وګړي يې بې سواده او له خپلو حقه حقوقو نا خبره دي، د بيان او نظر پوره ازادي يو خوب او خيال دی.
د بيان ازادي د بشري حقونو نړېوال فدراسیون، د افغانستان د ټوليزو رسنيو قانون او اساسي قانون په بشپړ ډول او ډېر وضاحت سره د انسانانو حق بللی دی.
په افغانستان کې له ۲۰۰۱ زېږديز کال را وروسته چې نړیوالې مرستې په هره برخه کې زياتې شوې، د رسنيو او خبريالانو په برخه کې هم د پام وړ پانګونه وشوه، دا چې تر ډېره چا وکړه او څومره مؤثره وه په دې نه غږېږو. راځم دې ته چې دغو رسنيو او خبريالانو څومره خپل مسلکي رسالت او مسووليت ادا کړی.
نړيوالو مؤسساتو او يو شمېر بنسټونو  نويو رسنيو او خبريالانو ته يو شمېر نوي تحقيقات او د پلټنې وړ مسايل ور له غاړې کړل، خو د رسنيو او کارکوونکو کمې تجربې او نا مسلکيتوب له کبله دغه پروګرامونه په ډول ترسره نه شول، لکه څنګه چې زيات امکانات او اړتياوې موجودې وې.
ورسره په څنګ کې په افغانستان کې د سيمې استخباراتو، سياسي کړيو، ګوندونو، ډلو ټپلو او زورواکو نه غوښتل خبريالان په تحقيقاتو او پلټنو کې زړور مخې ته لاړ شي؛ خبريالان يې ووژل، ټپيان يې کړل، و يې ګواښل، يو ښه مثال يې په هلمند ولايت کې د بي بي سي د خبريال عبدالصمد روحاني وژل وو، ور پسې د ازادي راډيو خبريال اجمل نقشبندي وو،
چې هغه هم په ۱۳۸۷ ل ل کال د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه ښار نه له يوو فرانسوي خبریال سره يو ځای وتښتول شو، يوه مياشت وروسته يې فرانسوي خبریال خوشی او نقشبندي يې د يوې ويډيو په مخ کې وواژه.
په دې وروستيو درې کلونو کې په ښارونو کې خبريالان په نښه شول، هدفي ځان وژونکي بریدونه او چاودنې پرې وشوې، همدارنګه هدفي وسله وال بريدونه ور باندې وشول، د دولتي ځواکونو له لوري ووهل شول، وسايل يې مات کړل شول، توهين ورته وشو او يا د ځينو رسنيو له کار کوونکو سره توپیري چلند وشو، چې دا هر څه تر هر چا ښه خبريالانو او د دوی ادارو وليدل.
ددې حالت باوجود د رسنيو او خبريالانو د خونديتوب نړيوالو او سيمه ييزو بنسټونو هم ددې سترو را ټوکېدونکو ګواښونو په وړاندې خپله مقابله جاري وساتله، له هرې ډلې او اړخ سره يې اړيکې پراخې کړې، د خبريالانو ژوند يې لومړيتوب وګاڼه او خطرناکو سيمو ته د خبریالانو په تګ يې کلک بنديز ولګاوه، هم مهاله يې خبريالانو ته د ځان ساتنې او حفاظت په برخه کې ټرينينګونه، سيمينارونه او ورکشاپونه په لاره واچول.
دوی په افغانانو کې د عامه پوهاوي له لارې دا پيغام ورساوو، چې خبريال په ټولنه کې د عام او بې وزلي ولس يوازينی رسا غږ دی. همدوی دي چې د ځبل شوي ولس غم ورسره دی، او نړۍ خبروي، چې له افغان انسان سره څه څنګه ظلمونه وشول او څنګه د پردۍ جګړې قرباني شول.
هغه ولسواکې ټولنې چې درې ګوني قواوې يې ځواکمنې وي، د خبريال او رسنيو په يوو پلټونکي راپور د ډېر او لوی فساد مخه نيول کيدلی شي.
پايله دا چې د افغانستان غوندې هيواد کې به خبریالي له ګواښونو او چلينجونو سره مل مسلک او ډګر وي، خو هيڅکله هم يو جرم زېږوونکی مسلک نه دی، افغان خبريال باید هم ځان وساتي او هم خپل مسلکي رسالت او مسوليت ادا کړي.

10 COMMENTS

  1. اوس هم وخت ندی تیر. خبریالان باید خبریال پاته سی او بس. دهغه راپور باید ایدیالوجیک تمایلات ښکاره نکړی. هغه باید دواقعیاتو نه علاوه بل څه ونلیکی.
    خبریالان باید خپل ګریوان ته سر ټیټ کړی او په ریښتیا ووایی چه دا مړه سوی کسان په څه تهمت او یا ګناه وژل سوی دی. د هغوی ګناه شخصی وه او که حرفوی؟ د دی مالوماتو نه وروسته ګه چیری اشتباه د خبریال وی نو بیا له هغه اشتباهاتو نه ډډه وکړی.

  2. طالباني منطق
    هو خبریال باید هغه څه ولیکي چې زه پرې باور لرم ګنې باید ووژل شي.
    تاسو په ټولنیزو رسنیو کې ږګورئ په هر خبر کې چې طالب ته د انتقاد په یو نه یو ډول ګوته نیول شوې د طالب صاحبانو عکس العمل څرنګه دی؟
    که یې لیکوال یا د رسنۍ خاوند په لاس ورغلی وای له وژلو پرته یې بل کار نه کولو

  3. خدای دی پوه که. د ژرنالیست کار دا ندی چه انتقاد و کړی. دا کار دسیاستمدارانو او د هغوی د مزدورانو دی.
    ژرنالیست باید واقعیت ووایی او بس. په دی توګه ژرنالیستان د مخالفینو له ظلم نه خلاصیدای سی او د هغوی دښمنی به نه راپاروی.
    د ژرنالیستانو مشکل د هغوی له خپلی بړستنی نه پښی غزول دی چه کله نا کله د خپل ژوند په ورکولو ورته تمام سی.
    هغه کسان چه هر ډول ته نه څرخیږی او د یومشکل د حل لیاره په خپله ټاکلای سی نو کولای سی زما د خبری په مقصد پوه سی.

  4. په واضیح ټکو ژورنالیست ګواښي او د دې مستحق یې بولي چې د ده په وینا له خپلې بړستنې پښې غزوي نو باید ووژل شي
    وه ظالمه دا څه انصاف دی. که ما تا ته وویل چې ستا نظر سم نه دی یا تاسو په خطا روان یئ نو ایا زه باید ووژل شم؟
    تاسو په دې توګه غواړئ د الیاس داعي، ملالې میوند، یما بکتاش او نورو ژورنالیستانو چې تاسو وژلي دي، قتلول توجیه کړئ. په هیڅ صورت د یوه عاقل او متمدن انسان لپاره دا د منلو نه ده خو په دې کې شک نه وینم چې د صحرا ناپوهان به ښايي تر ډېرو کلونو پورې، تر هغو چې تاسو د مکتب او تعلیم مخه نیسئ، په دې منطق قانع وساتئ

  5. ثابت صاحب یو ثابت طالب دی
    حق یې دی چې د خپلې ډلې او د هغې د افکارو ملاتړ کوي خو کاشکې ثابت صاحب او ډلې یې هم نورو ته دا حق ورکولای. دی په واضیح ټکو ژورنالیست ګواښي او د دې مستحق یې بولي چې د ده په وینا له خپلې بړستنې پښې غزوي نو باید ووژل شي
    وه ظالمه دا څه انصاف دی. که ما تا ته وویل چې ستا نظر سم نه دی یا تاسو په خطا روان یئ نو ایا زه باید ووژل شم؟
    تاسو په دې توګه غواړئ د الیاس داعي، ملالې میوند، یما بکتاش او نورو ژورنالیستانو چې تاسو وژلي دي، قتلول توجیه کړئ. په هیڅ صورت د یوه عاقل او متمدن انسان لپاره دا د منلو نه ده خو په دې کې شک نه وینم چې د صحرا ناپوهان به ښايي تر ډېرو کلونو پورې، تر هغو چې تاسو د مکتب او تعلیم مخه نیسئ، په دې منطق قانع وساتئ

  6. ژرنالیست باید واقعیت ووایی او بس. په دی توګه ژرنالیستان د مخالفینو له ظلم نه خلاصیدای سی او د هغوی دښمنی به نه راپاروی.
    سلیمانخیله
    زما دا پورته جمله ووایه. تکرار یی کړه چه په مطلب پوه سی. په دی شرط که د ظلم په مانا پوهیږی.
    بیا جمله تکرار کړه چه د مخالفانو ټکی ته دی پام سی. مخالفان کیدای سی دولت وی، تالب وی، مافیا وی، او یا نور.
    تاسو چه د افغانستان د تعلیم یو سند یاست لیږ هڅه وکړی چه دولت درباند بدنام نسی.
    تاسو چه د ساده پښتو په مفهوم نه پوهیږی نو د مشکل فکر په پوهیدو کی به زیات مشکل ولری. تاسو که هرڅوک یاست دا هیله درنه نسی کیدای چه ددی مغلقی موضوع په سمه لیاره مو سر خلاص سی.
    تاسو چه د هیتلر خبری تایید وی نو تاسو نه له ژرنالست سره مینه لری او نه له افغانستان سره. زما خبره خبریالانو ته او د پوهنتون استادانو ته خطاب دی. هغوی کیدای سی د استعماری نصاب په کتابو او د هغه په نظریو تجدید نظر وکړی. افراطی غربپرستان به ستاسو په توګه جوابونه ووایی خو هغه زما په سترګو کی ندی راغلی.

  7. خبره د ژورنالیست د وژل کېدو ده او دا تاسو یئ چې پر ژورنالیستانو انتقاد لرئ او په ضمني ډول خبرداری ورکوئ چې که داسي یا هغسي وکړي نو ظلم (وژل) به پرې نه کیږي.
    تاسي د هیڅ قسم انتقاد تحمل نه لرئ. تاسو طالب ته د تقدس په سترګه ګورئ او که چا وویل چې طالب ښوونځی ورانوي، سړک ورانوي، لارې نیسي، خلک وهي – ځوروي، وژني هله تاسو دا د حقیقت نه لری بولئ او بناً واجب الاقتل یې ګڼئ
    خو د هیواد ولسمشر ته تاسو همدا نن وایسرای لیکلي نه ولسمشر او نه یې کوم بل مقام تاسو ته حتي که له کوټې راشئ کابل ته څه درته نه وايي او نه دا سایټ په دې خاطر بندوي اما که بل چا وویل چې ملا هیبت د آی ایس آی ګوډاګی دی او تاسو ته په لاس درغی د ژوند مخ به ونه ویني. ایا همداسي نه ده؟

  8. سلیمانخیله، اوس لاهم نه پوهیږی.
    نوری خبری پری.ده، بیا زما هغه لنډه جمله ووایه او که پری پوه نسوی بیا نو له پوه سړی سره یی شریکه کړه چه درزده یی کړی.

  9. تر هر څه وړاندې بايد موږ او تاسو د بيان، نظر، او فکر څرګندولو آزادۍ ته پوره احترام وکړو، بس هر څه سم وبوله.
    خبريال او رسنۍ ته هغه حقوق چې اسلام، نړيوالو او ملي بنسټونو ور کړي، بايد ټولې خواوې ورته احترام وکړي.

  10. احسان سیب
    خبریالان مشکل لری کوم چه د مطلقی آزادی نه ورته پیښیږی.هغه باید دبیان آزادی ولری. خو دا آزادی باید د اسلام او ملی منافعو په چوکاټ کی وی. داسی بیان باید ونکړی چه هغه پردی منافع په مخه بیایی. دا چه څه اسلامی دی او یا ملی دولت او دهغه مخالفین بیل نظرونه لری. نو که خبریال د ضداونقیض په مینځ کی راسی هغه دده ژوند ته خطر پیښوی. چیری چه ملت په رښتیا په خپلو منافعو اجماع کړی وی نو بیا د فکر او بیان آزادی دهغه په چوکات کی باید تایید سی.
    افغانان باید له غربی خبریالانو نه زده کړی چه هغوی ترکومه د خپل خلکو او دولتو په مقابل کی لیکلی سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب