یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمېرمن راډیو د بې پولې ژورنالیستانو د ۲۰۲۰ کال جایزه وګټله

مېرمن راډیو د بې پولې ژورنالیستانو د ۲۰۲۰ کال جایزه وګټله

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۹) د بې پولې ژورنالیستانو ټولنې د کندهار «مېرمن» راډیو ته د ۲۰۲۰ کال د ازادۍ جایزه ورکړه.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د سږ کال د مطبوعاتو د ازادۍ جایزې د تایوان په پلازمېنه تایپې کې په درو کته ګوریو(جرات، اغېز او بې پرې توب) کې ورکړې.

دې ټولنې روسي ژورنالیستې الینا میلاشینا ته د «جرات»، د افغانستان د کندهار مېرمن راډیو ته د «اغېز» او د مصر د (Mada Masr) انلاین ورځپاڼې مسوول مدیرې لینا عطاالله ته د «بې پرې توب» جایزې ورکړې.

دې ټولنې د هانګ کانګ د اپل ورځپاڼې موسس جیمي لای ته ځانګړې جایزه اعلان کړه.

د بې پولې ژورنالیستانو ټولنې د مېرمن راډیو په اړه ویلي چې دې راډیو د د ژورنالیستیکې ازادۍ، بې پرې توب او پلورالیزم په برخو کې د بدلون راوستلو او د عامه پوهاوي په زیاتولو کې ښه ونډه لرلې ده.

دې ټولنې همداراز ویلي چې مېرمن لومړنۍ راډیو ده چې په کندهار کې د ښځو د غوښتنو او حقونو د خپراوي لپاره نشریات کوي. د بې پولې خبریالانو د ټولنې په وینا، د دې راډیو ۱۵ کسیزه ډله ښځینه خبریالانې روزي او د طالبانو له ګواښونو سره سره دې ډول فعالیتونو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب