شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+زه او ونه کتاب چاپ شو

زه او ونه کتاب چاپ شو

موږ په يوه جګړه ځپلي هېواد کې اوسېږو، د خپل استوګنځي په شاوخوا، يا هم ښار او بازرا کې هره ورځ له يوې ناوړه، له درده، ډکې او بدې پېښې سره يا مخ کېږو او يا يې د خپل هېواد او خلکو په اړه اورو، په داسې يوه هېواد کې به چې هېڅ لحظه يې له بد خبر تشه نه ده، څه ډول نورمال او عادي ژوند وکړای شو. دلته د همداسې زړه بوږنوونکو، ناوړه او بدو پېښو له کبله هر پلار، هره مور، هر زوی او هره لور لږ يا ډېر له روحي تکليف سره مخ دي چې اکثريت يې په ډېر ناوړه حالت کې دي، داسې چې په دويمه خبره هم له مقابل لوري سره په جنګ وي.

په داسې حالاتو کې څه وکړو، د خپلو اولادونو د راتلونکي له پاره څه کولای شو چې هغوی لږ تر لږه له دې ناوړه او زړه بوږنوونکو کيسو خبر نشي او يا هم لږ ترې خبر شي. دلته تر ټولو لوی کار چې بايد ويې کړو د ماشوم ادبياتو له پاره ډېر کار کول دي، د ماشوم له پاره ماشومانه شعرونه، کيسې، ترانې، انځوريزې کيسې، ښه پیغام لرونکي کارټوني فلمونه او داسې نور څه وليکو، برابر يې کړو، جوړ يې کړو، رسم يې کړو او ويې پنځوو. 

زموږ د دربدره هېواد ماشومانو ته په دې برخه کې تر اوسه کافي کار نه دی شوی، دوی محروم او بې برخې ساتل شوي، نصاب هم کلونه کلونه د (ټ ټوپک، ت توره، م مرمۍ او ک کارتوس) ورکړل شوی دی. زموږ د همدې نصاب ويونکي ډېری ځوانانو ذهنونه جګړې ته په ماشه او تیار دي هغوی په ډېرې اسانۍ سره د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او د بل پر وړاندې ماشه کشوي. په دې برخه کې په دې وروستيو کلونو کې ځينو ليکوالو په شخصي ډول او ځينو بنسټونو يو څه کار کړی دی چې «د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU)، د بي بي سي تعليمي خپرونې، مصور بنسټ، د ماشوم د ادبیاتو مرکز او ځينو ليکوالو په شخصي ډول» د ماشومانو له پاره يو څه کتابونه ليکلي او خپاره کړي دي، له دوی ټولو مننه کوو.

ماشوم ته د داستاني اثارو په برخه کې د هېواد د تکړه ليکوالې پروين پژواک يادونه هم اړينه ګڼم چې د ماشومانو له پاره يې ډېر څه کړی دي او تازه په تازه يې د (زه او ونه) په نوم په زړه پورې او له مفهومه ډکه کيسه ليکلې چې د ماشومانو له پاره ښه او ګټور پيغامونه لري. ياد کتاب چې پښتو ژباړه مې يې خپله کړې په دريو (پښتو، دري او اوزبيکي) ژبو په ۲۰۰۰ تيراژ سره چې ټول ۴۲ پاڼې لري په رنګه او ښکلي کاغذ کې د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU) له لوري چاپ شوی دی.

په دې کيسه کې يوه ماشومه له يوې ونې سره ملګري لري، ماشومه د ونې له پاڼو سره ورته چې په هر موسم کې يې رنګ بدلېږي جامې جوړوي او په ژمي کې چې بيا ونه له پاڼو لغړه کېږي، ماشومه جامې ورته ګنډي، دلته د موسمونو بدلون، مينه، ژوند او ښکلا ټول پکې انځور شوي دي، څنګه کولای شو ژوند ته ښکلا ورکړو، له ژوند خوند واخلو او ژوند ته د انسانيت او مينې له عينکو وګورو.

په پای کې د افغانستان د معلوماتو له مرکز يو ځل بيا هم مننه کوم چې ياد کتاب يې په ښکلې بڼه چاپ کړ او د هېواد د ګلاليو ماشومانو له پاره په دې سختو شرایطو کې خدمت کوي او دوی ته په زړه پورې کيسې وړاندې کوي. کتاب د هېواد له ټولو کتابتونونو ترلاسه کوی شئ. په ټوله افغاني مينه

د يوه سوکاله، له غلو او داړه ماړو د خلاص او پر خپلو پښو ولاړ هېواد په هيله

حبيب وقار

کابل افغانستان 

د ۱۳۹۹لمريز کال د لېندۍ ۱۸مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب