یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د حملو د زیاتېدو په وړاندې د هوايي ځواک په...

د طالبانو د حملو د زیاتېدو په وړاندې د هوايي ځواک په بریدونو کې ملکي تلفات زیات شوي

تاند(سې شنبه، د قوس۱۸) د یوه تازه راپور له مخې، د هوايي بریدونو په نتیجه کې د افغان ملکي وګړو مرګ ژوبله له ۲۰۱۷ م کال را په دې خوا تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکه وروسته امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد بریدونه درولي او طالبانو هم له دې فرصته په استفادې بریدونه ځو برابره ډېر کړي او نهايي هڅه یې کړې چې سیمې ونیسي. د طالبانو د بریدونو په مقابل کې افغان هوايي ځواک هم بمبارۍ ډېرې کړي دي.

د بریتانیا د براون پوهنتون د جګړې د لګښت د پروژې رييسې نیتا سي کراوفورډ په دې راپور کې، چې پرون (دوشنبه) خپور شو، ویلي؛ په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳۰ سلنه ډېر شوی دی.

راپور وايي چې اوس چې امریکايی پوځیان بریدونه نه کوي د افغانستان د حکومتي ځواکونو له لوري بریدونه ډېر شوي دي.

کراوفورډ لیکلي چې په وروستیو میاشتو کې افغان هوايي ځواک د تېرو ۱۹ کلونو په جګړه کې تر بل هر وخت ډېر بریدونه کړي دي.

د دې په وینا د ۲۰۲۰ په لومړیو ۶ میاشتو کې د افغان هوايی ځواک له لوري ۸۶ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۰۳ نور ژوبل شوي دي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي، په وروستیو درو میاشتو کې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شوي، جګړې لا زور اخیستی او ۷۰ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۹۰ نور ژوبل شوي دي.

دې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره پر اوربند خبرې وکړي.

دې په عین حال کې ویلي چې د امریکا له لوري د ځواکونو له ایستلو سره دا اندېښنه شته چې طالبان جګړې ته نور زور ورکړي او له فرصته د افغانستان د حکومت د پرزولو هڅه وکړي.

کراوفورډ تر څو چې اوربند نه وي شوی د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې د شدت موندلو ډېر امکان شته او په نتیجه کې یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب