شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د نړۍ تر ټولو د چټک الوت پېلوټ ومړ

د نړۍ تر ټولو د چټک الوت پېلوټ ومړ

تاند(سې شنبه، د قوس۱۸) هغه امریکايي پېلوټ چې ۷۰ کاله پخوا یې د بشر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر ږغ چټک الوت کړی و، د ۹۷ کلونو په عمر ومړ.

چاک ییګر د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال پېلوټ و خو په ۱۹۴۷ م کال، چې ۲۴ کلن و، د لومړي ځل لپاره په بیل ایکس 1 کشافه الوتکه کې یې تر ږغ چټک الوت وکړ او په یو ساعت کې یې ۱۲۲۵ کیلومتره مزل وکړ.

د ده مېرمنې ویکتوریا ییګر پرون دوشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ژوند – شریک یې تېره شپه شاوخوا ۹ بجې سا پرې کړه.

تر ږغ چټک پرواز د امریکا له فضايي تحقیقاتي ادارې سره په فضايي سفرونو کې د پام وړ مرسته وکړه.

3 COMMENTS

  1. د پاڼې د درنو چلوونکو د پام وړ! لکه څرنګه چې تاسو ښه پوهېږئ، په ګرامر کې فعل د مصدر څخه اخستل او کارول کېږي. یعنې دا چې هر فعل باید یو مصدر ولري. د بېلګې په توګه تاسو او د بي بي سي ځیني لیکوالان کله کله د یو چا د مړینې په هکله لیکي چې فلانی د….. په عمر (ومړ). لطفاً دا راته واضح کړئ چې دا د (ومړ) فعل تاسو له کوم مصدر څخه اخلئ؟ که ولیکو چې ….. مړ شو. بیا خو معلومه ده چې مصدر یې مړکېدل دی. ما چې هر څومره فکر ورباندې وکړ، د (ومړ) لپاره مې مصدر پېدا نکړ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب