شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+هر کور، یو کاروبار| حکمت الله نظري

هر کور، یو کاروبار| حکمت الله نظري

افغانستان داسې یو هېواد دی چې اکثر سلنه وګړي یې د ټیتې کچې اقتصاد درلودونکي او په لوږه کې ژوند کوي. کمزوری اقتصاد، جګړه، د بهرنیو استخباراتی شبکو ښکاره لاسوهنه، په هېواد کې د ننه سیاسی بی ثباتي او دې ته ورته نورو لاملونو د هېواد اقتصادي حالت لا کمزوری کړی او په دې توګه یې د خلکو په ژوند مستقیمه اغیزه درلودلې. له بلې خوا بیکاري او د ځوان کهول بهرنیو ملکونو ته تیښته هم د اندېښنې وړ ده، په دولتي سیستم کې نابرابري، د روڼتیا نشتون، په دولتي ادارو کې د کارې فرصتونو کمښت او داسې نور د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د نشتوالی ښکاره لاملونه دي. یادو ستونزو ته په کتو سره غوره ده د یوې مناسبې او هر اړخیزې حل لارې په لټه کې شو؛ تر څو وکولای شو هېواد او هېوادول له شته ناخوالو څخه وباسو. د هر کور، یو کاروبار نظریه هغه حل لاره ده چې کولای شي د ډیری هېوادوالو د ستونزو لپاره د حل لاره شي. دا چې دولت په یوازې نه شي کولای هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي نو یوازینۍ او تر ټولو مناسبه لاره به د هر کور یو کاروبار نظریه وي. که چېرې هر کور د یو وړوکی کاروبار څښتن وي په دې سره به وشې کولای د خپل ځان ورهاخوا د هېواد اقتصاد هم په پښو ودروي. هر کور یو کاروبار هغه بریالۍ نظریې ده چې په عملي کولو سره به یې لاندینۍ ګټې تر لاسه کړو:

– د ځان لپاره د ډاډمنې مالي سره چیینې برابرول:

دنده او په یوازې تنخواه مونږ نشي کولای له مالي پلوه ډاډمن کړي؛ نو ځکه خو به ښه دا وي د دندې تر څنګ د یوې مناسبې عایداتي سرچینې په لټه کې شو او شخصي کاروبار د دې چارې د حاصلولو لپاره تر ټولو غوره د حل لار ده. شخصي کاروبار هر څه کېدلای شي، د یوې وړوکې هټۍ د لرلو او جوړولو څخه پیل بیا تر آنلاین بیزنس او لویو- لویو کمپنیو او فابریکو تر لرلو او جوړولو پورې. په یاد ولرئ هر هغه څوک چې نن ستاسو لپاره ایډیال دي او د لویو کمپنیو او کاروبارونو خاوندان دي یو وخت ستاسو په حالت کې شتون درلود، آن دا چې ښایې ستاسې اوسنۍ ژوند او فرصتونه تر هغوی لا ښه وي، بس یوازې هغه څه چې اړین دي ستاسې مضبوطه اراده، حرکت او حوصله ده چې کولای شي ستاسې د موخو او خوبونو په ریښتیا کولو کې ریښتینې مرسته وکړي.

– د هېواد په اقتصادي پراختیا کې ونډه: 

که هر کور حداقل په یوه وړوکې صنعتی فابریکې بدل شي؛ نو دا به وشي کولای مونږ د بهرنیو ملکونو له تولیداتو څخه خلاص کړي، داسې به وشو کولای په خپل هېواد کې د ننه خپل تولید ولرو او له خپلو تولیداتو څخه به ګټه پورته کوو، د خپلو تولیداتو پېرل به لومړي زمونږ کورني پانګوال ته د عایداتو په لوړوالي کې مرسته وکړي او له هغې ورهاخوا به زموږ د توکو د وارداتو لپاره تقاضا راټیټه کړي او ښایي د وخت په تېریدو سره زموږ د صادراتو کچه لوړه شي؛ دا دقیق هغه وخت دی چې یو مثبت ټرید بیلانس به رامینځته کړي او یو مثبت ټرید بیلانس د یو هېواد د اقتصادي پراختیا تر ټولو لویه نښانه ده. 

که چېرې  کاروبار رامینځته کړو په دې سره به وشو وکولای خپل کاروبار د وخت په تېریدو سره لوی کړو، او دا چې په یوازي ځان نشو کولای خپل کاروبار سمبال کړو، اړتیا پېښيږي یو پیاوړي ټیم رامینځته کړو او نور کسان په دنده وګومارو، د نورو کسانو ګومارل به په هېواد کې د بيکارۍ کچه راټیټه کړي او په دې سره به په مستقیمه توګه د هېواد په پراختیا کې ونډه واخلو.

دا چې یاده نظریه د دولت له هر اړخیزې پاملرنې پرته ناشونې ده، دولت اړ دی یادې نظریې ته د سهولتونو په برابرولو او پلي کولو کې پوره پاملرنه وکړي. دولت اړ دي داخلي تولیداتو ته مارکیټ وکړي او د بهرنیو تولیداتو پر وراداتو باندې ځانګړي قوانین او مقررات وضع کړي تر څو د بهرنیو تولیداتو له وارداتو څخه مخنیوی وشي او خپل کورني توکي تقویه شي. 

په پای کې د یو ودان، خپلواک او په خپل اقتصادي ځواک ولاړ لوی افغانستان په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب