جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان په ایران کې د افغان کډوالو ځورول څېړي

افغانستان په ایران کې د افغان کډوالو ځورول څېړي

تاند (پنجشنبه د قوس ۱۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ایران کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي راپورونه څېړي.

نن پنجشنبه د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، په ایران کې یې خپل سفارت او قونسلګریو ته ویلي، د هغې ویډیو په هکله څېړنه وکړي چې پکې له څو افغان کډوالو سره زور زیاتی لیدل کېږي.

دغه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

ایراني چارواکو تر اوسه ددغې وېډیو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د ایران اسلامي مجلس شورا تازه اعلان کړی او داسې تګلاره یې کابینې ته وړاندې کړې، چې که څوک په غیرقانوني توګه په یاد هېواد کې ونیول شو ۱۰۰ میلیونه تومن به جریمه کېږي او په ۲۵ کاله بند به محکومېږي.

په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان ژوند کوي چې زیات شمېر یې په قاچاقي توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ایران کې څو ځله له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی شوی دی، وروستی هغه یې هریرود سیند ته د افغان کډوالو ګزارول او پر موټر یې ډزې کول دي.

له افغانانو سره د تاوتریخوالي دغه پېښه په داسې مهال رامنځته کېږي چې ایران ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په ورستي سفر کې ژمنه شوې وه چې بیا به له کډوالو سره د تاوتریخوالي پېښې نه تکرارېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب