جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاذربایجان:له ارمنستان سره په جګړه کې مو ۲۸۰۰ پوځیان وژل شوي

اذربایجان:له ارمنستان سره په جګړه کې مو ۲۸۰۰ پوځیان وژل شوي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د اذربایجان حکومت اعلان وکړ چې د نګورنو قره باغ پر سر له ارمنستان سره په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې یې نږدې ۲ زره ۸۰۰ پوځیان وژل شوي او سل نور یې بې درکه شوي دي.

په دې جګړه کې، چې د سپټمبر په ۲۷ نېټه پیل او د نوومبر تر ۱۰ پورې یې دوام وکړ، ۷ سیمې اذربایجان بېرته ونیولې او د نګورنو قره باغ کنټرول تر ۵ کلونو پورې د روسیې سوله ساتو ته وسپارل شو.

په دې موده کې هغه کسان چې په دریو لسیزو یا د وروستیو جګړو په لړ کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي، بېرته خپلو سیمو ته وګرځي.

د نګورنو قره باغ اکثره اوسېدونکي ارمنیان دي. د ارمنستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي و چې د ۲ زره ۷۱۷ پوځیانو مړي نه دي پېژندل شوي او ښايي ځینې یې اذربایجاني وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب