یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: کندهار کې ۹۷ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: کندهار کې ۹۷ طالبان وژل شوي

تاند (پنجشنبه د قوس ۱۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار کې د طالبانو بریدونه مات کړي او درنه مرګژوبله یې ورته اړولې ده.

دفاع وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د کندهار په ژېړۍ، ډنډ او معروف ولسوالیو کې په امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان امنیتي سرتېرو د هوايي ملاتړ پر مټ د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژوبله واړله.

سرچینه وايي، په جګړه او هوايي بریدونو کې ۸۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه موټر، درې موټر سایکلونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې افغان پوځیانو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي او نه طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه ویلي دي.

د یو بل خبر له مخې دفاعي او امنیتی ځواکونو نن سهار د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي دي.

دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې نن سهار ۱۲ طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې یې هم له منځه وړل شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب