چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهکابل ښاریان د کورونا تازه څپې ته سخت اندیښمن دی

کابل ښاریان د کورونا تازه څپې ته سخت اندیښمن دی

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۲) د ژمي له رارسیدو سره کورونا وبا یو ځل بیا په ټول هیواد کې په خپریدو ده او هره ورځ پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر زیاتېږي.

اوس کابل ښاریان اندیښمن دي؛ وایي چې ښایي کورونا وبا به یې یو ځل بیا ژوند تریخ کړي.

د کابل ښار د مکرویانو اوسیدونکی حامد وایي، تیر ځل یې هم د کورونا وبا پرمهال ډیرې سختې وګاللې او د ژوند ډیرې سختې یې تیرې کړي.

حامد زیاتوي، ۱۲ نفره کورنۍ ورترغاړې ده چې د کورونا په ورځو شپو کې به یې ساتل ورته خورا سخت وي.

که څه هم د کورونا د دویمې څپې د خطرونو له کبله قرنطین په ټوله مانا نه دی وضع شوی، خو بیا هم ګڼ شمیر کابل میشتي اندیښنه لري چې د کورونا د نوې څپې راتلل او د قرنطین بیا وضع کیدل به یې ژوند یو ځل بیا د تیر په څېر ورتریخ کړي.

د کارته نو سیمې اوسیدونکی نعمت وایي، چې په اوسني وخت کې ګڼ شمیر خلک له بېوزلۍ څخه کړیږي نو په دغسې حالاتو کې د کورونا یو ځل بیا ډیریدل به د خلکو د غربت کچه نوره هم لوړه کړي.

نوموړی زیاتوي، دولت باید دا ځل د یو منظم پلان او دقیقې څارنې له مخې وضیعت کنټرول کړي، څو خلک له پېښېدونکي بحران څخه وژغورل شي.

د کابل ښاریانو دغه اندیښنې په داسې حال کې په ډېریدو دي چې هره ورځ د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په هیواد کې د کورونا ویروس د پیښو کچه مخ په لوړیدو ده.

په هیواد کې د کورونا وبا دوهمه څپه په داسې حال کې راځي چې لا هم د خلکو په کاروبار د تیر قرنطین منفي تاثیرات پراته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب