پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهالمان کې یوه کس په قصدي توګه شل کسه په موټر وهلي...

المان کې یوه کس په قصدي توګه شل کسه په موټر وهلي دي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۲) په المان کې یوه کس خپل موټر د عامو وګړو پر یوه ډله ور برابر کړی او ۲۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د الماني پولیسو په وینا دغه کس ۵۱ کلن دی او په دې پېښه کې یې د یوه ماشوم په ګډون څلور کسه وژلي دي.

په پېښه کې پنځلس کسه نور ټپیان شوي هم دي.

عیني شاهدان وايي چې هغه په قصدي توګه خپل موټر د ګڼې ګوڼې په لور ور برابر کړی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د المان پولیس وایي دوی د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي خو ګومان نه کوي چې دا دې یوه ترهګریزه پېښه وي.

په المان، فرانسه او ځینو نورو اروپايي هېوادونو کې وخت ناوخت دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي چې ځینې وخت ترهګریزې هم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...