جمعه, جون 14, 2024
Homeخبرونهرونالډ نیومن:مذاکراتو کې د ځنډ له امله دې افغان حکومت پړ نه...

رونالډ نیومن:مذاکراتو کې د ځنډ له امله دې افغان حکومت پړ نه بلل کېږي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۲) افغان حکومت باید په سوله کې د وروستي ځنډ له امله ملامت و نه بلل شي.

په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن په یوه مرکه کې ویلي دي چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي نو له همدې امله افغان حکومت ملامت نه دی او باید په دې کې پړ و نه بلل شي چې ګواکي د سولې په خبرو کې د ځنډ سبب دی.

هغه همدا راز وایي چې له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به د ټرمپ د حکومت ستره تېروتنه وي، ځکه تر دې دمه په افغانستان کې جګړې روانې دي خو که سرتېري وځي نو بیا امریکا د افغان حکومت د پراخ ملاتړ مسووله ده.

https://taand.net/%d9%88%d8%a7%d8%b4%d9%86%da%ab%d9%bc%d9%86-%d9%be%d9%88%d8%b3%d9%bc-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%86%d8%a7%da%85%d8%a7%d9%be%d9%87-%d9%be%d8%b1%db%8c%da%a9%da%93%d9%88-%d8%af-%d9%86/

د هغه په وینا په ټوله مانا باید کوښښ وشي چې په افغانستان کې د ترهګرو د پیاوړي کېدو مخه ونیول شي او په دې مسئله کې باید امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه پرېکړې وکړي.

بل خوا ینس سټولټنبرګ ویلې چې امریکا په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي.

https://taand.net/%d8%b3%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%bc%d9%86%d8%a8%d8%b1%da%ab%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d9%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب