Homeخبرونهواشنګټن پوسټ: د امریکا ناڅاپه پریکړو د ناټو غړي هېوادونه اندېښمن کړي...

واشنګټن پوسټ: د امریکا ناڅاپه پریکړو د ناټو غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۲) د سرتېرو په ایستلو کې د امریکا ناڅاپه پریکړو د ناټو غړو هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه تحلیل کې وایي سره له دې چې په افغانستان کې وضعیت هېڅ د ډاډ وړ نه دی خو د سرتېرو پر ایستلو د ټرمپ ټینګار د حیرانتیا وړ دی او دې مسئلې د ناټو غړي هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.

سرچینه کاږي چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو له درکه اندېښنه لري او ددې تمه لري چې امریکا د افغانستان په اړه معقوله پرېکړه وکړي.

په مطلب کې راځي چې ناټو له امریکایي حکومت سره د سرتېرو د ایستلو پر سر مذاکرات پيل کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ناټو په وروستۍ ناسته کې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

هغه ویلي له افغان حکومت به ددوی ملاتړ ادامه ولري، د افغانستان وضعیت پوره ارزول کېږي او یوازې کم شمېر سرتېري به په افغانستان کې پرېښودل کېږي.

https://taand.net/%d8%b3%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%bc%d9%86%d8%a8%d8%b1%da%ab%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8
c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d9%85/

بل خوا ناټو وایي د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره دوی په افغانستان کې خپل ما موریت ته ادامه ورکوي.

د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران په خپله نوبتي غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په افغانستان کې به خپل ماموریت ته ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...