پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهسټولټنبرګ:امریکا په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي

سټولټنبرګ:امریکا په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۲) ناټو وایي د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره دوی په افغانستان کې خپل ما موریت ته ادامه ورکوي.

د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران په خپله نوبتي غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په افغانستان کې به خپل ماموریت ته ادامه ورکوي.

تر غونډې وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي سره له دې چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي خو ناټو د خپل ماموریت ادامې ته ژمنه ده.

د هغه په خبره دوی به د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکړي او همدا راز هڅه کوي له افغان حکومت سره څنګ په څنګ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.

ینس سټولټنبرګ دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان امنیت د ټولې نړۍ لپاره مهم دی نو ځکه له دغه هېواد په وتلو کې هېڅ راز بېړه نه ده په کار.

سټولټنبرګ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې شاو خوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوې دي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي، خو د طالبانو یو مهم شرط دا دی چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب