پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+شاه رخ خان د امريکا په کرکټ ليګ کې هم لوبډله واخيسته

شاه رخ خان د امريکا په کرکټ ليګ کې هم لوبډله واخيسته

تاند ( سه شنبه، د قوس ۱۱) د هندي سينما مشهورهنرمند شاه رخ خان د امريکا په کرکټ ليګ کې هم يوه لوبډله واخيسته.

نوموړی چې له کرکټ سره بې کچې مينه لري له دې سره د د درې لوبډلو مالک شو.

د کرېک انفو د راپورله مخې نايټ رايډرز ګروپ د امريکا په « Major League Cricket» کې هم يوه لوبډله اخيستې ده.

د نايټ رايډرز ګروپ مالک شاه رخ خان دى چې تر څنګ يې يوه بله هنرمنده جوهي چاوله او د هغې خاوند جى مهتا هم د دې ګروپ ګډ مالکان دي.

شاه رخ خان چې په هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د کلکته نايټ رايډرز او په کارابين پريمئير ليګ کې د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلو مالک دى اوس به په مېجر ليګ کرکټ کې هم د يوې لوبډلې مالک شي.

د کريک انفو په راپور کې ويل شوي دي، چې په مېجر ليګ کرکټ کې به ٦ لوبډلې وي او يوه لوبډله به پکې د شاه رخ خان وي او دا ليګ به په لومړي ځل په ٢٠٢٢ کال کې ترسره شي.

د یادونې ده چې سږکال د کارابين پريمئير ليګ اتلولي هم د شاه رخ خان لوبډلې ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلې ګټلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب