دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهتر کورونو د روغتیايي خدماتو د رسولو ادعا؛ د کورونا پېښې د...

تر کورونو د روغتیايي خدماتو د رسولو ادعا؛ د کورونا پېښې د زیاتېدو په حال کې دي

تاند (سه شنبه د قوس ۱۱) په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کورونا ویروس دوهمه څپه مخ په خپرېدو ده او ورځ تر بلې پرې د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي، چارواکي ادعا کوي چې تر دې وروسته خلکو ته روغتیايي خدمات د هغوی تر کورونو رسوي.

د عامې روغتیا وزارت لپاره نوماند وزیر احمد جواد عثماني نن سه شنبه ولسي جرګې ته د خپلو کاري پروګرامونو د وړاندې کولو پر مهال وویل، ددې لپاره چې روغتیایي خدمتونه کورونو ته ورسوي ۱۱۸ سیار ټیمونه یې فعال کړي دي.

ښاغلي عثماني زیاته کړه، د کورونا وایروس د خپرېدو په خاطر يې د اکسیجن ستونزې هوارې کړي دي او د درملو د پلورلو او روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره به مشخصه پالیسي جوړه کړي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر په داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په ګڼ شمېر سیمو کې خلک د روغتیايي خدماتو له نشتوالي سر ټکوي او په ځلونو یې په دولت نیوکې کړي چې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

ولسي جرګه له تېرو دوو اوونیو راپدېخوا د کابینې د وزیرانو برنامې اوري او تر اوسه یې ۱۹ وزیرانو ته د رایې صندوقونه ایښي چې له ډلې یې دوه نوماند وزیران رد شوي او ۱۷ نور تایید شوي دي.

کابینه مجموعاً ۲۴ غړي لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب