شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه ۳ هیوادونو کې به ډېر ژر د کورونا پرضد واکسیناسیون پیل...

په ۳ هیوادونو کې به ډېر ژر د کورونا پرضد واکسیناسیون پیل شي

تاند(دوشنبه، د قوس۱۰)  په راتلونکو څو اوونیو کې به په امریکا، جرمني او بریتانیا کې د لومړي ځل لپاره د کووید نولس په وړاندې نړیوال واکسیناسیون پیل شي.

د فیننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، هم په امریکا او هم اروپا کې روغتیايي چارواکي ډاډه دي چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به واکسیناسیون تر نوي میلادي کال وړاندې پیل شي.

اټکل کېږي چې بریتانیا به لومړنی هیواد وي چې د فایزر امریکايي او بیو این ټیک جرمني کمپنیو له لوري په ګډه جوړ شوی واکسین د دسمبر په اوومه پیل کړي.

همداراز اټکل کېږي چې له بریتانیا لږ وروسته د دسمبر په لسمه د امریکا د خوړو او درملو ملي ادراه دا واکسین تایید کړي او خلکو ته یې پیچکاري پیل شي.

د امریکا د انتاني ناروغیو او د الرژۍ د ملي انستیتیوت رييس انتوني فاوچي پرون (یکشنبه) سي این این تلویزیون ته وویل«په یقنیی ډول به هغو کسانو ته چې لومړیتوب مو ورکړی دی، د دسمبر تر پای ته رسېدو مخکې واکسین ورکړل شي.»

له بلې خوا د جرمني چارواکو په وروستیو ورځو کې ویلي چې د اروپايي پارلمانونو له لوري له تاییده وروسته به له راتلونکې میاشتې (دسمبر) خپلو وګړو ته واکسین ورکړي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینڅ شپان په یوه راډیويي خپرونه کې وویل«له نن څخه اټکل کوم چې بیو این ټیک به د دسمبر تر نیمايي پورې تایید شي.»

ویل کېږي چې د اروپا د درملو اداره، چې په اروپايي اتحادیه کې د درملو د تایید او رد واک لري، راتلونکې میاشت د فایزر- بیو این ټیک او دغه راز مودرنا د واکسین په اړه پرېکړه کوي.

د دواړو واکسینونو په اړه ویل شوي چې د کورونا په وړاندې په سلو کې ۹۵ اغېزمن دي او جانبي عوارض نه لري.

د اروپايي اتحادیې د درملو د ادارې له اجازې وروسته به د اروپا په ۲۷ هیوادونو کې د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې ملیونونه وګړي واکسین شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب