شنبه, مې 18, 2024
Home+وېرات کوهلي د منډو د شمېر له پلوه په نړۍ کې اتم...

وېرات کوهلي د منډو د شمېر له پلوه په نړۍ کې اتم شو

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۰) د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويرات کوهلي د کرکټ د نړۍ اتم توپوهونکى شو چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې.

نوموړي تېره ورځ د اسټراليا پر وړاندې په دوهمه يو ورځنۍ لوبه کې ٨٩ منډې وکړې او له دې سره يې د ٢٢ زرو منډو هدف ته ځان ورساوه.

کوهلي چې په ٢٠٠٨ کال کې يې نړيوال کرکټ پيل کړى  اتم توپوهونکى شو چې په ټېسټ، نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل وريزو لوبو کې يې ٢٢ زره منډې پوره کړې.

نوموړي تراوسه پورې ٤١٨ نړيوالې سيالۍ ترسره کړي دي چې ٢٢٠١١ منډې يې ترلاسه کړې دي.

د کوهلي په يوه لوبه کې  زياتې منډې ٢٥٤ ناسوځېدلې دي، اوسط يې ٥٦.١٥ دى، ٢٧٤٠٧ توپونو سره مخ شوى دى او سټرايک رېټ يې ٨٠.٣١ دى. همدا راز نوموړي په نړيوالو سياليو کې ٧٠ سليزې او ١٠٥ پنځوسيزې وهلي دي. ويراټ کوهلي په ٢٥ لوبو کې په صفر هم سوځېدلى دى.

ويراټ کوهلي بيا د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې هم تر نورو توپوهونکو زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړي په شل اوريزو لوبو کې ٩٣٦٦ منډې ترلاسه کړې دي، چې ٥ سليزې او ٥٧ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

تراوسه پورې د کرکټ په درې واړه بڼو کې تر ټولو زياتې منډې بيا د هند مخکښ پخواني توپوهونکي سچن ټنډولکر ترلاسه کړي دي.

 نوموړي په ٦٦٤ لوبو کې ٣٤٣٥٧ منډې ترلاسه کړې دي، چې له هغه وروسته بيا کمار سنګاکارا ٢٨٠١٦، ريکي پونټينګ ٢٧٤٨٣، مهيلا جى وردنى ٢٥٩٥٧، ژاک کيلس ٢٥٥٣٤، راهول ډريويډ ٢٤٢٠٨ او براين لارا ٢٢٣٥٨ منډې ترلاسه کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب