شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهافغان مذاکراتي پلاوی: دوحه کې مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي

افغان مذاکراتي پلاوی: دوحه کې مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۰) د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي دا ګنګوسې ناسمې دي چې ګواکي بین الافغاني مذاکرات له خنډونو سره مخ دي.

د نوموړې په وینا په دې ورځو کې مذاکرات او د دواړو پلاوو ترمنځ خبرې نوي پړاو ته داخلې شوې دي او د پرمختګونو هیلې ډېرې دي.

کوفي وایي ژر به د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوي ترمنځ د هوکړې پرهغه مواردو خبرې وشي چې په اړه یې اندېښنې موجودې دي.

هغې په مشخص ډول نه دي ویلي چې، د کومو مواردو په اړه اندېښنې شته.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې، مذاکراتي پلاوي د مذاکراتو پر کړنلاره هوکړې ته رسېدلي دي خو ځينې سرچینې وایي چې ولسمشر غني له دې اقدام سره مخالفت څرګند کړی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان، قطر او امریکا د فشار په نتیحه کې د ددولت او طالبانو د تماس ډلو موافقه وکړه چې رسمي خبرې به د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې او د حنفي فقې پر اساس مخته بیايي.

نیویارک ټایمز د یوې نامعلومې سرچینې په قول وايي، ښاغلی غني غواړي چې د خبرو د اساس په توګه د ملګروملتو د امنیت شورا د مارچ د میاشتې پرېکړه لیک یاد شي چې په هغه کې ویل شوي، ملګري ملتونه طالبان د افغانستان د اسلامي امارت په توګه په رسمیت نه پېژني.

د دولت ډلې له دې سره مخالفت کاوه چې د امریکا او طالبانو موافقه دې د خبرو اساس وګرځول شي او ویل یې که طالبان په دې موافقه اصرار کوي بیا دې نو د امریکا او د افغانستان د حکومت موافقه هم اساس وګرځول شي. خو طالبان د دې شرط منلو ته تیار نه و.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا او لوېدیځ متحدان یې اوس منتظر دي چې عبدالله عبدالله رول ولوبوي. دوی هڅه کوي چې عبدالله رامخکې شي او د سولې چارې په خپل لاس کې واخلي او په دط توګه اوسنی ولاړ حالت پای ته ورسېږي.

https://taand.net/%d9%86%db%8c%d9%88%db%8c%d8%a7%d8%b1%da%a9-%d9%bc%d8%a7%db%8c%d9%85%d8%b2-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%a7%d9%88-%d8%b4%d8%a7%d9%88%d8%ae%d9%88%d8%a7-%da%a9%d8%b3%d8%a7%d9%86-%db%8c%db%90/

طالبانو هم تایید کړې ده چې مذاکراتي پلاوي پر تګلاره هوکړې ته سره رسېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب