شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت؛ په غزني کې يې د تېرې ورځې موټربم بريد طراح...

دفاع وزارت؛ په غزني کې يې د تېرې ورځې موټربم بريد طراح وژلی

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۰) د ملي دفاع وزارت وایي، په غزني ولایت کې د تېرې ورځې موټربم برید طراح یې وژلی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د( حمزه وزیرستاني) په نوم دغه قوماندان تیره شپه له ۷ وسله والو سره یوځای وژل شوی دی.

سرچينه زیاتوي چې، نوموړی د غزني ولایت په ګیرو ولسوال کې د هوایي برید پرمهال وژل شوی دی.

د غزني ولایت، ده یک ولسوالۍ په قلعه جوزسیمه کې تېره ورځ د موټربم برید په نتیجه کې ۴۰ تنه ووژل شول.

امنيتي چارواکي وايي په ياد موټربم بريد کې شاوخوا ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د دې برید له کبله د عامه نظم د کنډک په شاوخوا کې کورونو ته هم زیان اوښتی او یو شمېر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت ویلي وو چې د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ په قلعه جوزسیمه کې موټربم برید له امله د ملي اردو ۱۰  سرتېري وژل شوي او۷ نور په کې ټپيان شوي دي.

بل لورته طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. د غزني په مقر ولسوالۍ کي د حافظ جهانګیر په نامه بسته یوه لویه ډله ده چي په دریو مرکزونو کي اوسي ټول مقر په خیر ده خو دفاع وزارت پري ړوند او کوڼ ده اقلا یو بمبارد خو دي پري و کړي!!
    هسي د خلکو خطا کول دي مور خیڅ هم نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب